افغانستان د جمهوریت د سقوط دوهمه کلیزه

د ۲۰۲۱ د اګست په لسمه د افغانستان مهمې پېښې

دوه کاله مخکې په دې ورځ فراه او بغلان ولایتونو په بشپړ ډول سقوط وکړ. په فیض آباد، مزارشریف، کندهار، لښکرګاه او هرات ښارونو کې د مخکیني دولت ځواکونو او طالبانو ترمنځ سختې نښتې روانې وې.

د ۲۰۲۱ د اګسټ پر لسمه مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني سمیع سادات د ځانګړو ځواکونو د قول اردو د قوماندان او هیبت‌الله علي‌زی د ګډ پوځ د لوی درستیز په توګه وګومارل.

پرېکړه پر دې ورځ رسنیزه نه شوه، خو خبرې سرچینې وايي ښاغلي غني له امریکايي پوځیانو سره د دغو دوو جنرالانو د ښو اړیکو له امله داسې پرېکړه وکړه.

خو د جګړې په ډګر کې، د فراه او پلخمري ښارونو د طالبانو په لاس سقوط وکړ. د ځايي مسوولینو په وینا د سقوط لامل د نورو ښارونو په څېر د نظامي تجهیزاتو کمښت او د مرستندویه ځواکونو نه‌رسېدل وو.

د فراه مخکینی والی مسعود بختور وايي: «هغه امکانات چې د جګړې لپاره مو ورته اړتیا لرله، د دوحې له هوکړې وروسته د نړۍ په تېره بیا امریکا مرستې صفر ته ورسېدې. آن د راکټ مرمۍ مو نه لرلې. ښایي ووایئ چې پلمه کوم، زموږ هوايي ځواکونه محدود شوي وو.»

له نښتو سره سم‌مهاله سره صلیب اعلان کړی و، چې د ۲۰۲۱ د اګسټ له لومړۍ د اګسټ تر لسمې یې د ۴ زره ټپي ملکیانو او پوځیانو درملنه کړې ده.

د ۲۰۲۱ د اګسټ په لسمه د سره صلیب د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي و: «سلګونه زره ملکیان کندز، لښکرګاه، کندهار او د افغانستان په نورو ښارونو او شاوخوا کې له ګواښ سره مخ دي. د سره صلیب تر ملاتړ لاندې روغتیايي مرکزونو د تر ۴ زره زیاتو ملکیانو چې د اګسټ له لومړۍ نېټې راهیسې په نښتو کې ټپیان شوي وو درملنه کړې ده.»

په دې ورځ د مالیې وزارت سرپرست خالد پاینده له خپلې دندې ګوښه شو او امریکا ته ولاړ، یوه سرچینه هم د ارګ د کارکوونکو له قوله کیسه کوي چې د برېښنا شرکت رییس او د ملي پراختیا شرکت رییس هم په ظاهري ډول خپل کارونه دبۍ او ترکیې ته ولېږدول.

خو د سیاسي او امنیتي وضعیت له ناوړه کېدو سره، افغان مېرمنې تر بل هر چا زیات له وېرې او وحشت سره مخ وې.

له دې ټولو سره سره، د خبرو سرچینو په وینا مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني په دې ورځو کې ترټولو زیات د بریتانیا پوځ د مخکیني لوی درستیز نیک کارتر پر مشورو تکیه کوله.

سرچینې ټینګار کوي، چې ښاغلي کارتر په هغو وخت کې د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو یو له قوماندانو هم کابل ته ولېږه؛ د سرچینو د خبرو له مخې، ترڅو د ښاغلي غني له دولت سره د بهرنیو پوځیانو په نشتون کې د جنګي پروګرامونو د جوړولو لپاره مرسته وکړي.