افغانستان

ملایعقوب خپلو جنګیالیو ته په خطاب کې: نورو هېوادونو ته د جهاد لپاره تلل جهاد نه دی

Photo: MInistry of Defense

د طالبانو د دفاع وزیر خپلو جنګیالیو ته وايي چې نورو هېوادونو ته د جهاد لپاره تلل؛ جهاد نه ګڼل کېږي.

یعقوب مجاهد ټینګار کوي چې که څه هم ملاهبت الله طالب جنګیالي له جګړې منع کړي، خو په جګړو کې د هغوی ګډون به جګړه وي نه جهاد. هغه پر وسله والو طالبانو په نيوکې سره وايي، چې ځينې يې د جهاد له نظره د طالبانو د پياوړي کولو پر ځاى د جګړې پر دوام فکر کوي.

تر دې وړاندې د پاکستان د پوځ لوړ پوړو چارواکو یو شمېر افغانان د پاکستان په امنیتي پېښو کې په لاس لرلو تورن کړي دي.

ظاهراً اوس هم هغه طالبان شته چې خپل لاسونه له ماشې او زړونه له ټوپک نه شي جلا کولای. لکه څنګه چې د طالبانو دفاع وزیر د دفاع وزارت په ودانۍ کې په يوه وینا کې وايي، ځینې اوس يې هم په دې فکر کوي چې ولې جګړه ونه کړي او یوازې جګړې ته تلل جهاد دی او بس.

ملا یعقوب په سخته ټکو مني چې یو شمیر طالبان د خپل نظام کار او پیاوړتیا جهاد نه ګڼي. هغه خپلو جنګیالیو ته وايي چې له افغانستانه بهر د جګړې لپاره نه لاړ نه شي.

د طالبانو د دفاع وزیر محمد يعقوب مجاهد وايي: «که څوک له افغانستانه بهر د جهاد لپاره لاړ ځي، جهاد نه ګڼل کيږي. په داسې حال کې چې امیر [ملا هبت الله اخندزاده] مجاهدین [طالبان] له جګړې منع کړي او له دې سره هم هغوی جګړې ته ولاړ شي، دا جګړه ده؛ نه جهاد.»

د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب په داسې حال کې د جهاد تر نامه لاندې د جګړې د دوام په فکر او ذکر نیوکه کړې چې تر دې وړاندې د پاکستان د پوځ د مشر په ګډون لوړ پوړو چارواکو وویل چې یو شمېر افغانان د پاکستان د امنیت ضد پیښو کې رول لري، پرته له جزيياتو ورکولو. که څه هم په مستقيم ډول يې د طالب جنګياليو نومونه نه دي اخيستي.

پاکستانی خبریال طاهر خان وايي: «دا چې پاکستان وايي، د جولای د ۱۲مې په برید کې درې بریدګر له کندهاره راغلي وو، دا یوازې معلومات دي، خو په ځواب کې يې د افغانستان لوري وويل چې خپله خاوره د بل هېواد پر ضد نه کاروي. یو یو څه وايي او بل بل څه. خو په هر حال، د دواړو خواوو ترمنځ یو ډول ټکر ليدل کيږي.»

پاکستان څه موده کيږي چې له طالبانو غواړي چې د تحریک طالبان پاکستان جنګیالیو د فعالیتونو مخنيوی وکړي او هغوی ته خونديتوب ورنه کړي. طالبان هم له ټي ټي پي د ساتنې خبره ردوي، سره له دې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا څو ورځې وړاندې وويل چې طالبان د TTP کوربتوب کوي.

پوځي کارپوه محمد رادمنش وايي: «د TTP له غړو سره د طالبانو همکاري ایډیالوژیکي او تنظیمي اساس لري. د ملا یعقوب څرګندونې د پاکستاني چارواکو د ادعاوو پر بنسټ د پاکستان په پیښو کې د افغان طالبانو د ګډون د تایید په معنا دي.»

طالبانو له پاکستان غوښتي چې د تورنولو او د ننګونو عامولو پر ځای د مخامخ خبرو لپاره را وړاندې شي. که څه هم پر دې مسايلو دواړو لورو څو څو ځله خبرې کړې دي، خو ظاهراً د ستونزې غوټه نه ده خلاصه شوې.