افغانستان د جمهوریت د سقوط دوهمه کلیزه

د ۲۰۲۱ د اګست په شپږمه د افغانستان بدلونونو ته کتنه

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ

د طالبانو له‌خوا د نیمروز ولایت بشپړ نیول؛ په هرات، لښکرګاه او کندهار کې د سختې جګړې دوام او د افغانستان په موضوع سره د امنیت شورا ناسته د ۲۰۲۱ د اګست د شپږمې مهمې پېښې وې.

دوه کاله وړاندې د اګست په شپږمه په همدې ورځ د افغانستان د جګړې په وضعیت کې یوه نوې پاڼه واوښته.

د ولسوالیو د سقوط په درشل کې د نيمروز ولايت په بشپړه توګه د طالبانو لاس ته ولوېد.

د هرات، قندهار، لښکرګاه او شبرغان ښارونو کې د جګړو لمن پراخه شوې وه.

همدارنګه د ۲۰۲۱ کال د اګست په شپږمه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه وکړه، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخواني استازې په دې غونډه کې وویل چې یوازې په تېره یوه میاشت کې د هرات، کندهار او لښکرګاه په جګړو کې تر زرو ډېر کسان وژل شوي دي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په شپږمه، طالبان له ولسوالیو راووتل او د ولایتونو د ادارو د نیولو لپاره یې لاسونه بډ وهل.

لومړنی ولايت هم چې د طالبانو په لاس يې سقوط وکړ د نیمروز ولایت وو.

د زرنج ښار په شمال کنګ ولسوالۍ کې د پخواني حکومت له امنیتي ځواکونو سره له سختې جګړې وروسته، طالبان وتوانېدل چې دغه ښار ته ننوځي او د ورځې په نیمايي کې دغه ښار په بشپړه توګه د طالبانو په لاس سقوط وکړ.

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په پنځمه شپه طالبانو توانېدلي وو چې د څو ساعتونو لپاره د شبرغان ښار ځینې برخې ونيسې، خو د اګست په شپږمه د مارشال دوستم زوی یار محمد دوستم د طالبانو برید په شا وتمبولو او په شبرغان کې سختې جګړې دوام درلود.

د دې جګړو په دوام کې د سبا لپاره ټول خلک خو ښځې ډېرې اندېښمنې.

د پوهنې وزارت د څارنې څانګې پخوانۍ مشره نسرین حمیدي وايي: «د افغانستان خلک، د افغانستان ښځې په یوه معامله کې وپلورل شوې. او ټولې هیلې او ارمانونه يې له خاورو سره يو شوې. خلک د خپل راتلونکي او هیلو په اړه اندیښمن وو/شول.»

د مخکيني حکومت ځواکونه لا هم په لښکرګاه او کندهار ښارونو کې د طالبانو پر وړاندې جنګېدل. محمد اسماعیل خان هم په هرات کې له خپل ټاټوبي څخه په دفاع کولو بوخت وو، خو له هغه د دفاع او د مرکزي حکومت د ملاتړ نشتوالی د دې لامل شو چې يو شمېر سیاسي څېرې پرېکړه وکړي چې د طالبان پر وړاندې نور ونه جنګيږي.

د محمد اشرف غني پخوانی سلاکار محمد الماس زاهد وايي: «وسلې يې ورته ونه لېږلې، امکانات يې ونه لېږل، دوی هغه چمتو نه کړل، خو په سمبولیک ډول يې ولیږل، نو زموږ مطالعه دا وه چې د جګړې وخت پای ته رسیدلی، موږ په نورو لارو چې وکولی شو په حکومت او سوله کې چې نړۍ یې هم غواړي، ښکېل شو، نه په جګړه کې.»

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه بیړنۍ غونډه وکړه. په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي پخواني استازې وويل چې په تېره يوه مياشت کې يوازې د لښکرګاه، هرات او فراه په جګړو کې زر تنه وژل شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي پخوانۍ استازې دیبورا لاینز وايي: «یوازې په دې دریو قضیو کې، زه یوازې په تیره يوه میاشت کې له زرو د زیاتو قربانیانو په اړه خبرې کوم. پر دې سربیره کورونه، روغتونونه، دوکانونه، پلونه او نور زیربناوې ویجاړې شوې دي.»

د ملګرو ملتونو پخوانۍ استازې هم د طالبانو له لوري د جګړې د سمدستي بندېدو غوښتونکې شوه، خو د باخبرو سرچینو په وینا طالبان د پوځي لارې په لټه کې و نه د خبرو له لارې.