سویلي آسیا

عمران خان په لاهور کې ونیول شو

Imran Khan was taken to the Islamabad High Court on Friday morning.

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان د لاهور په زمان پارک کې په خپل کور کې د پولیسو له خوا ونيول شو.

عمران خان وروسته له هغه ونیول شو چې یوې سيمه ايزې محکمې هغه د لومړي وزير د دورې پر مهال د دولتي ډاليو د خرڅلاو په تور په درې کاله بند محکوم کړ.

د عمران خان اړوند د پاکستان تحریک انصاف ګوند هم د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې پولیسو عمران خان زندان ته لېږدولی دی.

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان په لاهور کې د پولیسو له لوري ونيول شو.

ښاغلی خان وروسته له هغه ونیول شو چې یوې سیمه ییزې محکمې هغه د توشه خانې د قضیې په تړاو په درې کاله بند محکوم کړ.

عمران خان په دې دوسيه کې تورن وو چې د خپلې صدراعظمۍ پر مهال یې دولتي ډالۍ په غیر قانوني ډول پلورلې او د خپل ګوند لګښتونه یې پرې ورکړي دي.

ښاغلي خان هم تېره شپه ناوخته په یوه ویډیويي پیغام کې د پاکستان خلکو ته ويلي چې دی به ونیول شي.

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان وايي: «زما پاکستانیانو، تر څو چې دا پیغام تاسو ته رسیږي، زه به نيول شوی او زندان ته اچولی شوی يم. هغه څه له تاسو غواړم دا دي چې په خپلو کورونو کې غلي کېننئ. دا جدوجهد چې کوم، د خپل ځان لپاره يې نه کوم، د خپلو خلکو لپاره، ستاسو او ستاسو د ماشومانو راتلونکي لپاره يې کوم.»

په همدې حال کې د عمران خان اړوند د پاکستان تحریک انصاف ګوند د دې محکمې پرېکړه متعصبه او صحرايي بللې او ویلي یې دي چې د عمران نیول له مخکې پلان شوي وو او پولیس د محکمې د حکم له اعلان وړاندې زمان پارک کې د عمران خان پر کور راټول شوي وو.

د عمران خان مدافع وکیل انتظار حسین وايي: «دا قضیه د قانون پر بنسټ پریکړه شوې نه ده. موږ ته د دفاع لپاره کافي وخت رانه کړل شو. دا حکم له غرمې وروسته په ۱۲:۳۰ دقيقو صادر شو. په داسې حال کې چې د محکمې د پای وخت له غرمې وروسته ۴:۳۰ بجې دی.»

د محکمې لخوا د عمران خان محاکمه کېدل د پاکستان په راتلونکو ټاکنو کې د نوموړي د ګډون مخه نيولی شي چې ټاکل شوې د نومبر په میاشت کې ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده چې عمران خان د می په لومړیو کې نیول شوی وو چې په ټول پاکستان کې یې د ناکراریو څپو ته لمن ووهله. په دغو نااراميو کې لسګونه کسان ووژل شول، سلګونه نور ټپیان شول او د تحریک انصاف ګوند د لوړپوړو غړو په ګډون زرګونه کسان ونیول شول.