ښځې

د خپل ناڅرګند برخلیک په اړه د دوو سینګارکوونکو مېرمنو اندېښنې

د سینګارتونونو له تړل کېدو د څه د پاسه یوې اونۍ په تېرېدو سره، یو شمېر سینګار کوونکې مېرمنې وايي له ناڅرګند برخلیک سره مخ شوې دي.

مژده د سینګارتون له تړل کېدو یوه اونۍ وروسته د کاري ورځو په ارمان د خپل سینګارتون له مخې سره تېریږي، خو پوهېږي چې هلته د ننوتو اجازه نه لري.

هغه چې اوښکې تویوي خپل او د کورنۍ راتلونکې ته اندېښمنه ده او وايي: «په دې ورځو کې چې سینګارتونونه تړل شوي زه لس افغانۍ هم عاید نه لرم، کله چې موږ عاید ولرو د خپلو کورنیو ملاتړ کولای شو.»

وايي چې طالبانو ان د خپل سینګارتون د توکو د رایستلو وخت هم ورنه‌کړ.

خو دا یوازې مژده نه ده چې له داسې کړاو سره مخ شوې، عزیزه قاسمي چې ۱۸ کاله یې له نړیوالو او دولتي بنسټونو سره د کار تجربه لرله، د طالبانو له واکنمېدو وروسته یې سینګارتون پرانیستی و او له دې لارې یې د خپلې پنځه کسیزې کورنۍ اړتیاوې برابرولې.

یوازې مژده نه ده د هغې په شان یوه بله سینګار کوونکې عزیزه قاسمي هم وايي: «په دې لسو ورځو کې زه بې برخلیکه شوې یم او هېڅ لاره مې په ذهن کې نه راځي چې له هغې لارې د خپلې کورنۍ د لګښت لپاره پيسې ترلاسه کړم.»

د طالبانو له خوا د سینګارتونونو له تړلو سره، ۱۲ زره سوداګرۍ له منځه ولاړې او تر ۶۰ زره د زیاتو ښځو کار ترې واخیستل شو.

دا سینګار کوونکې ښځې پر نړیوالې ټولنې د ښځو حقونو ته د نه درناوي له امله پر طالبانو د فشار د نه راوستو له امله نیوکه کوي.