نړۍ

په نایجر کې د لېږد بهیر په دوام سلګونه اروپایان له دې هېواده وتلي دي

په نایجر کې د ناڅرګند وضعیت له دوام سره مهمهاله، فرانسې او ایټالیا په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې د ۲۱ امریکاییانو په ګډون څه د پاسه ۳۰۰ تنه د لوېدیځې افریقا له دغه هېواده وایستل.

د چهارشنبې په سهار د ۳۶ ایټالیایانو، ۲۱ امریکايي وګړو او یوه بریتانیايي په ګډون د ۸۷ تنو د سپرلۍ الوتکه روم ته ورسېده. دا له هغو کسانو څخه وو چې د وروستۍ پوځي کودتا وروسته چې د جولای په ۲۶مه د نایجر د منتخب ولسمشر محمد بازوم د ګوښه کېدو او د هغه د منتخب دولت د ګوښه کېدو لامل شو، له نایجر څخه وایستل شول. دا په تېرو درې کلونو کې د امریکا په لوېدیځ او مرکز کې اوومه پوځي واکمني ده.

دا کودتا په ټوله لوېدیځه افریقا کې د اندېښنې لامل شوې چې په بې وزلۍ او بې ثباتۍ شهرت لري. نایجر چې له دې مخکې د مخ پر ودې اسلام پالو د بلوا په وړاندې مبارزه کې د لوېدیځ د باثباته متحد په توګه ګڼل کېده، له وروستیو بدلونونو وروسته له سخت کړکېچ سره مخ دی.

پر ایټالیايي الوتنې سربېره لومړۍ الوتنه د فرانسوي وګړو او نورو اروپايي هېوادونو د اوسېدونکو وه چې له نایجر څخه ووتل او د چهارشنبې په ورځ پاریس ته ورسېدل. دا چاتر الوتکه چې د فرانسې له خوا پلان شوې وه، د سه شنبې په ماښام له نایجر څخه ولاړه او د فرانسې د بهرنیو چارو وزیرې کاترین کولونا تایید کړه چې ۲۶۲ تنه پکې سپاره وو.

له نایجر څخه د لېږد بهیر په دوام تمه کېږي چې چهارشنبې لازیاتې الوتنې ترسره شي. د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت د راپور له مخې، فرانسوي وګړو ته سپارښتنه شوې چې د نایجر د پلازمیني نیامي نړیوال هوايي ډګر ته د تخلیې د هڅو په توګه مراجعه وکړي.