افغانستان

په ملګروملتونو کې د امریکا سفیره: نه طالبان په رسمیت پېژنو او نه ترې ملاتړ کوو

په ملګروملتونو کې د امریکا سفیره او دایمي استازې لیندا توماس ګرینفیلډ وايي چې دا هېواد طالبان په رسمیت نه پېژني او له دې ډلې ملاتړ نه کوي.

هغې تېره ورځ د (سه شنبې د زمري په لسمه) په یوه خبري ناسته کې وویل چې افغان نجونې باید زده کړو ته لاسرسی ولري او ددې هېواد ښځې هم باید کارونه ته ولاړې شي.

لیندا توماس ګرینفیلډ ویلي: «موږ پر طالبانو فشارونو ته دوام ورکړی، موږ طالبان په رسمیت نه پېژنو، ښوونځي ته د نجونو د نه ستنېدو په اړه د دوی د تصمیم له امله مو له طالبانو هېڅ ملاتړ نه دی کړی.»

هغه چې د ملګروملتونو د امنیت شورا دوره‌يي ریاست هم پرغاړه لري ویلي یې دي چې د خپل ریاست په دوره کې به د بشري حقونو مسایلو ته رسېدنه وکړي او افغانستان به په لومړیتوب کې وي.

د طالبانو په رسمیت نه پېژندلو په اړه د لیندا توماس ګرینفیلډ ټینګار په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستیو کې د امریکا استازو په قطر کې له طالب چارواکو سره کتنه او خبرې اترې کړې دي.

له دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې له طالبانو سره خبرې دې ډلې ته د مشروعیت ورکولو په معنی نه دی.

له بلې خوا، د ښځو او بشري حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په جنجالي څرګندونو کې وویل چې د «له طالبانو سره د تعامل د اړتیا لپاره د افغانانو او د بشري حقونو د دفاع کوونکو» په ټینګار سره یې د دې ډلې له پلاوي سره په خبرو کې ګډون کړی دی.

د افغانستان فعالینو او د معترضو مېرمنو دا څرګندونې ناسمې بللې او له هغې یې پوښتنه کړې چې بشري حقونو کوم دفاع کوونکي له طالبانو سره د هغې د تعامل غوښتنه کړې؟

د افغان مېرمنو د اعتراضي غورځنګونو ایتلاف ویلي چې رینا امیري حق لري؛ د امریکا د ګټو لپاره کار وکړي، خو «په هېڅ صورت دا حق نه لري چې له افغان مېرمنو د ابزار په توګه کار واخلي.»

د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړو استازو دوحې ته د سفر پرمهال د قطر د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال لولوت الخاطر سره کتنه او خبرې اترې کړې دي.

د افغانستان د بشري حقونو او ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په یوه ټویټ کې لیکلي چې په دې کتنه کې یې د زده کړو او اقتصادي توانمنۍ په برخو کې د افغان نجونو او ښځو د ملاتړ په اړه خبرې کړې دي.

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي توماس ویست هم په یوه ټویټ کې لیکلي چې له لولوت الخاطر سره یې د افغان نجونو او ښځو له زده کړو او کار د ملاتړ لپاره د قطر د هڅو په اړه معنی لروونکې خبرې اترې کړې دي.