افغانستان

په افغانستان کې اړمنو ته د مرستو په برابرولو کې د بودیجې له کمښته د اوچا اندېښنه

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په خپل نوي راپور کې ویلي چې مالي تشه په افغانستان کې بشري مرستې ننګوي.

په دغه راپور کې راغلي، چې په افغانستان کې ۲۹ میلیونه دوه سوه زره کسان بشري مرستو ته اړتیا لري، خو دغه بنسټ تراوسه په ۲۰۲۳ کال کې له ۷۵۰ میلیونو کم دالر ترلاسه کړي دي.

اوچا په دغه راپور کې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو پر محدودیتونو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د ښځو له ملاتړ پرته دغه هېواد دوامداره مالي ثبات نه شي ترلاسه کولای.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر په افغانستان کې له بې وزلو ته د مرستو د رسولو لپاره د بودیجې د نشتوالي په اړه اندېښه ښودلې.

د اوچا موندنې ښیي چې د روان کال په لومړۍ نیمايي کې د افغانستان د بشري غبرګون پروګرام د بوديجې له سخت کمښت سره مخ وو او د جولای تر ۳۱ نیټې پورې یې ۷۴۴ میلیونه ډالر ترلاسه کړي، په داسې حال کې چې د دوی غوښتل شوې بودجه درې میلیارد او درې سوه ميليون ډالره وه.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په راپور کې راغلي چې د ژمي په رارسېدو سره د سختې بې وزلۍ او بشري وضعیت له امله د بشري مرستو رسولو فرصتونه محدود دي او که د ژمي له پیلېدو مخکې مرستې ونه رسېږي، په دې هېواد کې به د ډېرو خلکو ژوند په احتمالي توګه له منځه ولاړ شي.

اوچا په دې اړه لیکلي: «د ۴-۶ میاشتو ترمنځ د لېږ رالېږد د اوږدې مودې له امله، د خوراکي توکو او درملو په چمتو کولو کې له ستونزو سره مخ یو، او د اکتوبر په لومړیو کې د سړې هوا د وړاندوینې له امله، له خطر سره مخ سيمو کې د خوراکي توکو د چمتو کولو لپاره بیړنۍ بوديجې ته اړتيا ده.»

د اوچا د دغه راپور په یوه برخه کې د طالبانو پر محدودیتونو هم نیوکه شوې دي.

په دغه راپور کې راغلي چې طالبان د ښځو له شتون پرته دوامداره مالي ثبات نه شي ترلاسه کولای.

اوچا ويلي، چې دغه بنسټ په افغانستان کې د روغتيايي او خوراکي توکو د خونديتوب ترڅنګ له زيانمنو ښځو او نجونو سره د مرستو لپاره هم بوديجې ته اړتيا لري.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د شمېرو  له مخې:

د پوهنې په برخه کې ۹۹.۲ میلیونه ډالر

د خوړو د خوندیتوب او کرنې په برخه کې نږدې ۷۰۰ ملیون ډالر

په بیړنۍ څانګه کې ۱۲۴ ملیون ډالر

د روغتیا په برخه کې ۵۶ مليون ډالر

د تغذیې په برخه کې، نږدې ۷۶ ملیون ډالر

د اوبو په برخه کې، نږدې ۱۹۰ ملیون ډالر

د ساتنې په برخه کې ۸۷ میلیون ډالرو بوديجې له کمښت سره مخ دی.

یو شمېر هېوادوال وايي، چې د بشري مرستو کمېدل او یا بندېدل به د دوی ژوند له خطر سره مخ کړي.

نړیوال بانک راپور ورکړی، چې له ۲۰۲۱ کال وروسته د افغانستان د سړي سر عاید څه باندې ۱۵۰ ډالر کم شوي او د هر وګړي سر عاید له ۵۰۰ ډالرو ۳۵۰ ډالرو ته راټیټ شوي.

ملګرو ملتونو هم راپور ورکړی چې دا مهال په افغانستان کې ۲۹ میلیونه او ۲۰۰ زره کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.