افغانستان

کابلوف: د مسکو فارمټ بله ناسته راتلونکې میاشت ترسره کېږي

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې د مسکو فارمټ بله ناسته به راتلونکې میاشت ترسره شي.

د روسیې تاس خبري آژانس د کابلوف له قوله لیکلي چې مسکو په افغانستان کې د ټولګډونه دولت د جوړولو په اړه هېڅ پرمختګ نه دی لیدلی، له دې امله به دا ناسته ترسره شي.

دغه روسي دیپلومات زیاته کړې چې دا ناسته د سپتمبر په ۲۹مه د روسیې په کازان ښار کې ترسره او طالبان په هم پکې ګډون وکړي.

د مسکو فارمټ وروستۍ ناسته د تېر کال په نومبر میاشت کې ترسره شوه.

ددې فارمټ غړي چې روسیه، قزاقستان، تاجکستان، ایران، پاکستان، چین، ترکمنستان، هند، قرغزستان او ازبکستان پکې شامل دي په ټولیزه توګه یې ټینګار کړی چې د په رسمیت پېژندلو لپاره، باید طالبان حکومتولي ښه کړي او «یو واقعي ټولګډونه دولت جوړ کړي چې په هېواد کې د ټولو اصلي قومي او سیاسي لوریو د ګټو منعکسوونکی وي.»

ددغې ناستې غړو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي و چې په افغانستان کې د ټولګډونه دولت جوړېدل «په افغانستان کې د ملي پخلاینې د بشپړېدو لپاره اساسي اړتیا وي.»

خو ښاغلي کابلوف ویلي چې تراوسه په افغانستان کې د ټولګډونه دولت د جوړېدو په برخه کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی.

نوموړي ویلي چې له همدې امله راتلونکې ناسته ترسره او په دې برخه کې به کار دوام وکړي.

د مسکو فارمټ په ۲۰۱۷ کال کې د افغانستان مسایلو ته د رسېدنې په موخه رامنځته شو.