سویلي آسیا

په هند کې د جرثقیل د غورځېدو له امله ۱۷ کارګران مړه شول

د هند په لوېدیځ مهاراشترا ایالت کې د یوه پله د جوړولو په بهیر کې د جرثقیل د غورځېدو په پایله کې ۱۷ کارګران مړه شول او یو شمېر نور تر خاورو لاندې راګیر شوي دي.

هغه تصویرونه چې د پېښې له ځایه خپاره شوي د جرثقیل ټوټې پکې لیدل کېږي چې د بمبئي په کابو اتیا کیلومترۍ کې شاهاپور سیمې ته نږدې د پله د ستنو ترمنځ پر ځکه پرتې دي.

عیني شاهدانو ویلي چې دا جرثقیل په ځايي وخت د دوشنبې په شپه یوولسو بجو غورځېدلی دی.

د شاهپور ځایي قانون جوړونکي دولت دارودا د سه شنبې په ورځ له سیمې د لیدنې پرمهال رسنیو ته وویل: «په سیمه کې ۲۷ کارګران موجود وو چې اوولس یې مړه شوي دي.»

له بلې خوا، د هند د لومړي وزیر نرندرا موډي دفتر اعلان کړی چې د قربانیانو هرې کورنۍ ته ۲۰۰ زره هندۍ کلدارې چې ۲۴۳۰ امریکايي ډالر کېږي او ټپیانو ته ۵۰ زره چې ۶۰۸ ډالر کېږي نقدي مرسته کېږي.