د نایجر پوځي ځواکونو د دغه هیواد ولسمشر محمد بازم له واکه لیرې کړ او د دغه هیواد واک یې په لاس کې واخيست.
د پوځ یو شمېر قوماندانان د چهارشنبې په ورځ د ټلویزیوني خپرونو له پرې کولو وروسته پر دولتي تلویزیون راڅرګند شول او اعلان یې وکړ چې د دغه هېواد حکومت منحل او د نایجر ټولې پولې تړل شوي او د شپې له خوا ګرځبندیز هم لګول شوی.
د نایجر د پوځ یوې ډلې اعلان وکړ چې په يو کودتاه کې يې د دغه هېواد ولسمشر محمد بازوم له واکه لرې کړ او واک یې په لاس واخيست.
محمد بازوم هم د چهارشنبې له سهار راهیسې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې نیول شوی دی.
دغه قوماندانان چهارشنبه ناوخته د تلويزيوني خپرونو له پرې کولو وروسته د دولتي تلویزیون په پرده راڅرګند شول او اعلان یې وکړ چې د «امنیت او حکومتوالۍ د وضعیت د خرابیدو» له امله یې د دغه هیواد حکومت منحل کړی.
د اماداو عبدالرحمن په نوم د نایجر یو ډګروال په داسې حال کې چې د دغه هېواد نهه امنیتي چارواکي یې تر شا ولاړ دي، د دغه هېواد پوځي بيانيه لولي.
دګروال اماداو عبدالرحمن وايي: «د جمهوري ریاست د اوومې ادارې ټولې ادارې وځنډول شوې. د وزارتونو عمومي منشي به د ورځنیو چارو ته رسېدنه کوي. امنیتي او دفاعي ځواکونه د وضعیت کنټرولولو په حال کې دي. ځمکني او هوايي پولې د وضعیت تر ارامېدو پورې تړل شوي دي. نن د سهار له لسو بجو د مازدیګر تر پنځو پورې به په ټول هیواد کې د ګرځبندیز امر ثاني عملي شي.»
د نایجر د پوځ دغه چارواکي همدارنګه له ټولو بهرنیو هیوادونو غوښتي چې په دې مسله کې لاسوهنه ونه کړي.
له بله پلوه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن نیوزیلینډ ته د خپل سفر په ترڅ کې د محمد بازوم د حکومت نه د خپل قوي ملاتړ په اعلانولو سره د هغه د سمدستي خوشې کیدو غوښتنه وکړه.
بلینکن وایي: «موږ د هغه د سمدستي خوشې کیدو غوښتونکي يوو. موږ د زور له لارې د واک د نیولو هر ډول هڅه غندو. موږ په فعاله توګه د نایجر له حکومت او همدارنګه په سیمه او نړۍ کې زموږ له ګډټ همکارانو سره په اړيکه کې یو، تر څو چې وضعیت په مناسب او سوله ایز ډول حل شوی نه وي، دې کار ته به دوام ورکړو.»
په همدې حال کې ملګرو ملتونو په نایجر کې د زور له لارې د واک د نیولو هر ډول اقدام غندلی.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک وايي: «سرمنشي د نایجر وضعیت له نږدې څاري. هغه د زور له لارې د واک د نیولو او په نایجر کې د ډیموکراتیک حکومت، سولې او ثبات د کمزوري کولو هر ډول هڅې په کلکه غندي.»
له دې سره هم مهاله پوځ وزارتونو او ولسمشرۍ ماڼۍ ته ټولې غځېدلې لارې تړلې دي.
د راپورونو له مخې، محمد بازوم تر اوسه استعفا نه ده کړې او ویل کېږي چې د بازوم د ډلې او د ولسمشرۍ رياست د ساتونکو ترمنځ چې نوموړی یې نیولی، خبرې اترې روانې دي.