افغانستان

د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړو استازو د سیمه‌یيز سفر پیل

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویست او د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په پنځه ورځني سفر قزاقستان او قطر ته ځي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې په دې سفر کې چې نن پیل شوی د امریکا دا دوه ځانګړي استازي په دوحه کې د طالبانو له استازو او د افغانستان له مهمو وزارتونو څخه له «تکنوکراتو متخصصینو» سره د افغانستان د مهمو مسایلو په اړه بحث او خبرې کوي.

ددغې اعلامیې له مخې، دا پلاوی به قزاقستان ته په سفر کې هم د قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان له چارواکو سره د افغانستان په هکله کتنې او خبرې اترې وکړي.

په دې اعلامیه کې راغلي چې په دغو کتنو کې به د بحث وړ مهم مسایل د افغانستان له خلکو بشردوستانه ملاتړ، له اقتصادي ثبات څخه ملاتړ او د ښځو او نجونو په ګډون له ټولو افغانانو سره مناسب او باعزته چلند وي.