افغانستان

د امریکا بهرنیو چارو وزارت: افغانستان ته د سفر پروګرام نه لرو

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د دغه وزارت هیڅ چارواکی افغانستان ته د تګ پلان نه لري.

دغه وزارت هغه څه ته په اشارې چې د طالبانو له خوا له بشري حقونو سرغړونه او د ښځو او نجونو څنګ ته کول بلل کیږي، ټینګار کوي چې که طالبان د نړیوال رسمیت پیژندلو په لټه وي، هغو کړنو او تګلارو ته دې چې په افغانستان کې یې پلي کوي، پام وکړي.

له دې سره هم مهاله د بشري حقونو د څار اداره وايي، د افغانستان له کړکېچ سره د مبارزې په برخه کې د نړیوالې ټولنې په ستراتیژیکه ارزونه کې چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا په حکم ترسره کېږي، د بشري حقونو په تېره بیا د افغان ښځو او نجونو حقونه باید لومړیتوب ولري.

ظاهراً، د طالبانو او امریکا ترمنځ د اړیکو ښه والی د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو سره د طالبانو د چلند په څرنګوالي پورې اړه لري. ځکه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له طالبانو سره د اړیکو په اړه وايي، چې د دغه وزارت هیڅ چارواکی افغانستان ته د تګ پلان نه لري او امریکا په افغانستان کې د طالبانو له خوا له بشري حقونو جدي سرغړونه او د ښځو او نجونو څنډې ته کول ښکاره ماتې ویني.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ویدانت پاټل وايي: «په منظمه توګه هغه ښکاره شا تګ چې په افغانستان کې يې وينو، له بشري حقونو جدي سرغړونه او د ښځو او نجونو څنډې ته کول غندو، او دا چاره همدارنګه دوام لري. دلته دوه موردونه دي: که طالبان غواړي او د نړیوال مشروعيت په لټه وي، بايد په مستقیم ډول په هغو اقداماتو او پالیسیو چې دوی يې په افغانستان کې عملي کوي پيل وکړي، او دویم به يې امریکا له نږدې څاري او دوام به ورکړي.»

ټاکل شوې د روان کال نومبر په ۱۷مه نېټه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د حکم له مخې د افغانستان د کړکیچ پر وړاندې د نړیوال چلند په اړه يوه خپلواکه ارزونه ترسره شي.

د بشري حقونو د څار سازمان په يو ليک کې د دې ارزونې له همغږۍ کوونکي غوښتي چې بشري حقونه په ځانګړې توګه د افغان ښځو او نجونو حقونه بايد د دې ارزونې لومړیتوب وي؛ ځکه د بشري حقونو د څار سازمان په باور افغانستان په نړۍ کې د ښځو حقونو تر ټولو جدي بحران لري.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو څانګې مسووله هیډر بار وايي: «موږ په ځانګړې توګه له همغږۍ کوونکي غواړو چې ډاډ ترلاسه کړي، هغه وړانديزونه چې د نومبر په ۱۷مه صادريږي، له بشري حقونو د‌سرغړونو مخنیوي او د بشري حقونو د سرغړونو لپاره د حساب ورکولو خورا قوي تمرکز بايد شامل وي، چې هره ورځ په افغانستان کې پېښيږي.»

افغان ښځې د طالبانو له خوا پر دوی د هرې ورځې زیاتیدونکو محدودیتونو له امله اندیښمنې دي. په وروستي مورد کې هم په کانکور ازموینه کې د نجونو له ګډون منع کول.

دوی له نړیوالې ټولنې غواړي چې پر طالبانو زيات فشار راوړي څو د بندیزونو سیوري لیرې شي.

طالبان په افغانستان کې د خپلې بيا ځلي واکمنۍ د دوو کلونو په موده کې له بشري حقونو په ځانګړې توګه پر ښځو د سختو محدويتونو په لګولو سره په پراخې سرغړونې تورن دي. لکه څنګه چې چې ښځې نه د زده کړو او کار اجازه لري او نه هم په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو پروسو کې ونډه.