افغانستان

د افغانستان په اړه د قطر او پاکستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره د بلینکن خبرې

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د قطر او پاکستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره ټلیفوني خبرې وکړې.

د افغانستان بدلونونه د دغو خبرو یو چورلیز و.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، بلینکن او محمد بن عبدالرحمن ثاني د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزو اړیکو، د اوکراین جګړې د بدلونونو، د افغانستان د وضعیت او د دغه هېواد له خلکو د ملاتړ د لاروچارو او د ایران د اټومي هوکړې د وروستیو بدلونونو په هکله بحث او خبرې کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له دې سره په یو وخت په یوه ټویټ کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر بلاول بوټو زرداري سره د خبرو خبر ورکړی دی.

بلینکن د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره په کتنه کې ټینګار وکړ چې امریکا له پاکستانه له رغنده، ډیموکراتیکې او بریالۍ ونډې ملاتړ کوي.

هغه زیاتوي: «له بلاول بوټو زرداري سره مو ښه تماس درلود ترڅو د پاکستان د اقتصادي ودې د ملاتړ او د ګډو سیمه ییزو له هغې جملې افغانستان د اندېښنو په اړه خبرې اترې وکړو.»

قطر او پاکستان د افغانستان په بدلونونو کې دوه مهم هېوادونه دي. که څه هم روښانه نه ده چې د افغانستان په هکله له خپلو قطري او پاکستاني سیالانو سره د بلینکن د خبرو اصلي چورلیز څه و.