افغانستان

ملګرو ملتونو له ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته د راستنو شویو وګړو د زیاتوالي خبر ورکړ

Afghan nationals in Islam Qala border town, Herat province. File photo.

ملګري ملتونه په یوه نوي راپور کې له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته د بېرته راستنیدونکو په شمېر کې د زیاتوالي خبر ورکوي.

د دغه راپور پر بنسټ، د روان زېږديز کال له پیل راهیسې تراوسه شاوخوا شپږ زره افغان کډوالو بېرته خپل هېواد ته تګ ته زړه ښه کړی، چې له دې جملې ۹۴ سلنه يې له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي. ملګري ملتونه د تېر کال په همدې موده کې د راستنېدونکو په شمېر کې پنځه برابره زیاتوالی ښيي.

ملګرو ملتونو ویلي چې د ساتنې وضعیت خرابیدو ته په پام سره مرستو ته د اړمنو کسانو شمیر زیات شوی او د ۲۰۲۳ کال له جون تر ډسمبر پورې د ۲۲.۳ میلیونو تنو لپاره ‌د ۲.۲۶ میلیارده ډالرو نوې مرستې ته اړتیا ده.

ننګیالی نوري، د سیاسي علومو فارغ او د رسنیو فعال؛ یو له هغو سلګونو زرو افغان کډوالو څخه دی چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته يې هېواد پرېښود او اوس په تهران کې ژوند کوي. له يو پنډ ننګونو سره، په ځانګړي توګه د استوګنې لپاره د ویزې نه تمدید.

ښاغلی نوري زیاتوي: «یو له هغو ستونزو چې افغانان یې په ایران کې لري د ویزو نه تمدید دی. له بده مرغه ایران له درې ځلو نه ډېره ویزه نه تمدیدوي. يو له هغو لاملونو چې افغانان د د ایراني پولیسو له خوا شړل کيږي، د ویزو د نه تمدید لامل دی.»

د ملګرو ملتونو نوی راپور ښيي چې د ۲۰۲۱ کال له اګست مياشتې راهیسې تر یو نیم میلیون ډېر افغان کډوال ګاونډیو هېوادونو ته تللي دي. په دې راپور کې راغلي چې له بلې خوا د بشري ناورین په ترڅ کې له ګاونډیو هېوادونو هم د کډوالو بېرته راستنېدل ډېر شوي دي.

په دغه راپور کې راغلي، چې د روان زېږديز کال له پیله تر اوسه په ټوله کې ۵زره ۸۳۶ افغان کډوالوخپلو کورونو ته بېرته راستنېدلو ته زړه ښه کړی، چې له دې ډلې ۹۴ سلنه یې له پاکستان، ۵ له ایران او ۱ سلنه یې له نورو هېوادونو دي. خو یو شمېر پناه غوښتونکي وايي چې په ګاونډیو هېوادونو کې د ویزو نه تمدید افغانستان ته د دوی د راستنېدو لامل دی.

په پاکستان کې افغان کډوال صحت الله عازم وايي: «زه شخصاً پاکستان ته په قانوني ویزه راغلم، خو د ویزې د تمدید لپاره مې د پاکستان حکومت ته مراجعه وکړه، خو ولې بريالی نه شوم چې ويزه تمديد کړم. موږ د ملګرو ملتونو له کمیشنرۍ سره مې خبرې کړي چې د استوګنې کارت واخلم، خو ما ته يې پنځه مياشتې اوږده موده په نظر کې ونيوله. ته پنځه میاشتې وخت راکړ، خو بيا هم بريالی نه شوم چې ملګرو ملتونو سازمان ته مراجعه وکړم.»

د ملګرو ملتونو د راپور په یوه بله برخه کې راغلي چې د «بشري غبرګون د بیاکتنې» پروګرام پر بنسټ په ۲۰۲۳ کال کې ۲۸,۸ میلیونه زیانمن شوي افغانان مرستو ته اړتیا لري. د دغې راپور پر بنسټ، د ساتنې وضعیت خرابیدو ته په کتو، د هغو خلکو شمېر چې مرستې ته اړتیا لري زیاتوالی موندلی او د ۲۰۲۳ کال د جون او دسمبر ترمنځ د ۲۲,۳ ميلیون تنو لپاره ۲,۲۶ ميلیارده ډالرو نوي بودجې ته اړتيا ده.

اقتصادي کارپوه شبیر بشیري وايي: «ځکه د کډوالۍ اصلي لامل د کار نشتوالی دی او په افغانستان کې د کار محدوده ساحه ده. موږ کولی شو دا ستونزه په نښه کړو او په افغانستان دننه په ستراتیژیک ډول د کډوالو ملاتړ وکړو او په دې برخه کې او د مدیریت لپاره بهرنۍ مرستې ته اړتیا لرو.»

د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ، په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو کې نږدې ۱.۳۷ میلیونه داخلي بې ځایه شوي کسان خپلو اصلي ځایونو ته ستانه شوي او په روان زېږديز کال کې هم له يو نيم زر ډېر داخلي بې ځایه شوي کسان خپلو سیمو ته تللي دي.