افغانستان

په افغانستان کې د ټي ټي پي د حضور په اړه د طالبانو او پاکستان ترمنځ اختلاف

د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر محمد یعقوب مجاهد له پاکستاني طالبانو خپل ملاتړ ردوي.

نوموړی له العربیه سره په مرکه کې وايي، چې طالبان د تحریک طالبان پاکستان مالي ملاتړ نه کوي او ټینګار کوي، چې هېڅ ډلې ته د بل هېواد پر ضد د افغانستان خاورې د کارولو اجازه نه ورکوي.

خو ایکسپریس ټریبیون لیکلي چې طالبانو د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي سره په خبرو کې له اسلام اباده غوښتي چې د زور پر ځای له پاکستاني طالبانو سره د خبرو او سولې له لارې کېني. دې ورځپاڼې د پاکستان د رسمي سرچینو له قوله لیکلي چې طالبانو ته په صراحت ویل شوي چې د تحریک طالبان پاکستان پر وړاندې د اسلام اباد صبر پای ته رسېدلی.

پاکستان وايي چې طالبان ټي پي پي ته ځای او خونديتوب ورکوي. خو طالبان انکار کوي. همدا دوه ورځې وړاندې طالبانو ته د پاکستان د دفاع وزیر له ازار شوي زړه خبرې.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف وايي: «د طالبانو حکومت چې راغی، ومو ستايه. د دوی حکومت له اوږدې جګړې وروسته راغی. موږ خوشحاله شو، مبارکي مو ورکړه، خو موږ ته معلومه نه وه چې زموږ دښمنانو ته پناه ورکوي او د هغوی د پناهځایونو ساتنه کوي.»

خو د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر له العربیه سره په مرکه کې له پاکستاني طالبانو ملاتړ ردوي.

د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد وايي: «موږ د پاکستاني طالبانو ملاتړ نه دی کړی او نه هم له هغوی مالي ملاتړ کوو.»

په همدې حال کې د پاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې لیکلي چې په کابل کې له طالب چارواکو سره د دغه هېواد د ځانګړي استازي په خبرو کې د‌ ترهګريزو ګواښونو په اړه کوم پرمختګ نه دی شوی او طالبانو له اسلام اباد غوښتي چې د زور پر ځای له ټي ټي پي سره د سولې خبرې مخ ته يوسي.

پخوانی سرتېری محمد رادمنش وايي: «د افغانستان او پاکستان طالبان د پاکستان د استخباراتو په چوکاټ کې په ګډه کرښه کې رامنځته شوي او روزل شوي او د هغو نظامونو پر ضد چې پاکستان پرې شک لري، کارول شوي. له پاکستان سره د TTP د پخلاینې لپاره د طالبانو وړاندیز له افغان طالبانو سره د دوی د ګډ نظر او واټن له امله دی.»

ایکسپریس ټریبیون لیکلي چې د پاکستان استازي کابل ته د خپل درې ورځني سفر په ترڅ کې ښکاره پیغام ور وړی و.

دې ورځپاڼې د پاکستان د رسمي سرچینو له قوله لیکلي چې د تړلو دروازو تر شا په اوږدو خبرو کې د طالبانو مشرتابه ته په صراحت ویل شوي چې د ټي ټي پي پر وړاندې د اسلام اباد صبر نور پای ته رسېدلی.

سیاسي کارپوه برنا صالحي وايي: «تحريک طالبان پاکستان که هغه په ​​افغانستان کې وي او که په پاکستان کې، د پاکستان لپاره په جګړې او ځپلو سره، هغه تجربې ته په پام سره چې موږ يې په افغانستان کې له طالبانو لرو، د حل او هضم وړ نه دي او د تفاهم او خبرو اترو له لارې به د پاکستان له حکومت سره په اسانۍ معامله ونه کړي.»

پاکستان د دې هېواد پر پوځ د توندلارو له خوا د بریدونو شاهد دی؛ هغه بریدونه چې اسلام اباد یې د تحریک طالبان پاکستان کار بولي او په افغانستان کې یې پناه ځای ویني. خو طالبان وايي چې د پاکستان امنیتي پېښې په دوی پورې اړه نه لري او د پاکستان داخلي مسله ده.