افغانستان

په ۱۱ ولایتونو کې د کانکور آزموینه د نجونو له ګډون پرته ترسره شوه

د ۱۴۰۲ هجری لمریز کال د کانکور ازموینې لومړی پړاو نن پنجشنبه په غور، فاریاب، بامیان، سرپل، جوزجان، دایکندي، تخار، لوګر، بغلان، پکتیا او خوست ولایتونو کې ترسره شو، خو د ښځو او نجونو له حضور پرته.

له دوولسم ټولګي فارغه شوې لیلا وایي: «ما په ډېرو ستونزو درس ویلی ترڅو دې ځای ته ورسېږم خو اوس په کانکور کې د ګډون اجازه نه لرم.»

طالبانو اوس‌مهال ښځو او نجونو ته نه پوهنتون ته د تلو اجازه ورکړې او نه هم د پوهنتونونو ته د لار موندنې په ازموینه کې د ګډون.

نږدې اته میاشتې کېږي چې طالبانو د نجونو او ښځو پرمخ د پوهنتونونو دروازې تړلې دي.

طالبانو ویلي، چې په پوهنتونونو کې د مناسبو شرعي شرایطو د نشتون او د نجونو او هلکانو د ګډو تولګيو له امله یې د نجونو پرمخ د پوهنتونونو د دروازو د تړلو پرېکړه کړې ده.

له دې مخکې د طالبانو د ازموینو ادارې د دفتر آمر نوید نوري ویلي و، چې سږ کال به په کانکور کې له دیني مدرسو هم ۷ زره زده‌کوونکي ګډون وکړي.

ټاکل شوې سږ کال د کانکور ازموینه په پنځو پړاونو کې واخیستل شي او نږدې ۱۰۰ زره تنه پکې ګډون وکړي.

وموغوښتل د سږ کال کانکور په ازموینه کې د نجونو د نه حضور په اړه د طالبانو د لوړو زده‌کړو او پوهنې وزارتونو د مسوولینو لیدلوری ولرو؛ خو بریالی نه شو.

دا لومړنی ځل دی چې افغانستان کې د کانکور ازموینه د نجونو او ښځو له ګډون پرته اخیستل کېږي.