افغانستان

سپينې ماڼۍ په پاکستان کې د افغان کډوالو په منځ کې د افراط‌‌ پالنې په اړه اندېښنې رد کړې

سپینې ماڼۍ اعلان کړی چې په پاکستان یا یې په پولو کې په افراط پالنه کې د افغان کډوالو د لاس لرلو په اړه هېڅ سند نشته.

دا څرګندونې په افغانستان کې د جنګیالیو د امن پټنځای د موندلو په اړه د پاکستان د پوځ د اندېښنو په ځواب کې شوې دي.

د سپينې ماڼۍ د امنیت شورا ویاند جان کربي د دوشنبې په ورځ په خبري ناسته کې وویل: «موږ هېڅ داسې نښې نه دي لیدلې چې په پاکستان کې یا د (دواړو هېوادونو) په پولو کې دې افغان پناه غوښتونکي په ترهګرو اقداماتو کې ولري.»

نوموړي ټینګار وکړ چې امریکا به له ترهګریزو ګواښونو سره په مبارزه کې له پاکستان سره همکارۍ ته دوام ورکړي.

تېره اونۍ د پاکستان پوځ راپور ورکړ چې د دغه هېواد په سویلي بلوچستان ایالت کې چې له افغانستان او ایران سره پوله لري د پوځ پر یوه مرکز د جنګیالیو په برید کې، نهه پوځیان ووژل شول. سربېره پر دې درې سرتېري په دغه سیمه کې په نښته کې ووژل شول.

ددغو پېښو په غبرګون کې، د پاکستان پوځ په افغانستان کې د ترهګرو د پټنځایونو د شتون او د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي ټي پي) ډلې د آزاد فعالیت په اړه خپلې «جدي اندېښنې» بیان کړې. پوځ ویلي چې دغه راز بریدونو ته پرېکنده ځواب ورکوي او هغوی یې د نه زغم وړ وبلل.

په داسې حال کې چې بلوچستان د سرچینو د بډایه سیمې په توګه له ډېرې مودې راهیسې د بلوڅو د قومي غورځنګ د فعالیت شاهد دی، همداراز هغه جنګیالي پکې حضور لري چې د پاکستان دولت د نسکورولو او په دې ۲۲۰ میلیوني هېواد کې چې اکثریت یې مسلمانان دي د سختو اسلامي قوانینو د پلي کولو په لټه کې دي. دغو جنګیالیو د ۲۰۲۲ میلادي کال په وروستیو کې د پاکستان له دولت سره د اوربند تړون د وخت له پای ته رسېدو وروسته خپل بریدونه پراخ کړي، د روان کال په لومړیو کې د پېښور ښار په یوه جومات کې تر بمي برید پورې چې څه د پاسه ۲۰۰ تنه پکې ووژل شول.

دا په داسې حال کې دي چې طالبانو تل د جنګیالیو له خوا د پاکستان خلاف د افغانستان خاورې د کارولو په اړه ادعاوې رد کړې دي.