افغانستان

نامعلومه راتلونکي ته د شپږم ټولګي د نجونو زده کوونکو اندېښنه

د خوښۍ ورځې دي چې ښوونځي ته ځي، خو پوهیږي چې د دوی دا خوښي دایمي نه ده.

نجلا چې ۱۳ کلنه ده او په بدخشان کې د شپږم ټولګي زده کوونکې ده، د خپل راتلونکي کال په اړه اندېښمنه ​​ده چې ښوونځي ته به د تلو اجازه ونه لري.

ښوونځي ته د دغو زده کوونکو انګېزه او لېوالتيا؛ افغانستان شموله دی. یلدا یوه بله زده کوونکې ده چې وايي ښوونځي ته د نه تللو بد خوب یې ځوروي.

هغه نجونې زده کوونکي چې له تېرو دوو کلونو راهيسې ښوونځي ته له تللو پاتې دي وايي، له رواني ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او وايي، د خپلو خويندو په اړه چې اوس په شپږم ټولګي کې دي، اندیښمنې دي.

افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونې په کې ښوونځيو ته له تللو بې برخې دي.

له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځيو له تړل کېدو ۶۶۱ ورځې تېريږې، په داسې حال کې چې دې کار پراخ کورني او بهرني غبرګونونه لرلي دي او حتی دیني عالمان هم د طالبانو دغه پرېکړه د اسلام له لارښوونو سره په ټکر کې بولي، خو د طالبانو مشر له خپلې پرېکړې نه دی په شا شوی او د ښه راتلونکي لپاره د افغانستان د سلگونه زره نجونو خوبونه له خاورو سره يو شوي دي.