افغانستان

په تېرو لسو میاشتو کې له ایرانه د اتلس زره ناقانونه کډوالو ایستل

Afghan nationals in Islam Qala border town, Herat province. File photo.

ایران د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په تېرو لسو میاشتو کې یې له دغه هېواده کابو اتلس زره «ناقانونه کډوال» ایستلي دي.

د خراسان رضوي ولایت د شمال ختیځ د امنیتي ځواکونو قوماندان مجید شوکا وویل: «په تېرو لسو میاشتو کې د دوغارون پولې له لارې دا کسان له ایرانه ایستل شوي دي.»

له بلې خوا، د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي تازه ویلي، دا هېواد په اوسني وخت کې د پاسه پنځه میلیونه افغان کډوال کوربه دی. دغو کسانو د امنیتي ستونزو یا کار لپاره ایران ته پناه وړې ده.

ډېری افغان کډوال د تهران، مشهد، اصفهان، قُم او کرمان په شان د ایران په لویو ښارونو کې ژوند کوي او ډېری یې د کارګرانو په توګه په بېلابېلو برخو کې کار کوي.

په اسلام کلا بندر کې د طالبانو د کمیسارۍ مرستیال همایون همت د جولای په نهمه ویلي چې هره ورځ کابو ۸۰۰ افغانان په زور سره افغانستان ته رالېږل کېږي، په داسې حال کې چې درې تر ۴۰۰ تنه په خپله خوښه له دې لارې هېواد ته راستنېږي.

په دې وروستیو کې یو شمېر افغانانو په ایران کې له دوی سره د ایرانیو پولیسو پر ناوړه چلند نیوکې کړې دي.

په ایران کې د افغانانو حضور او پناه اخیستل د څو لسیزو بې ثباتۍ او سیاسي جنجالونو پایله ده. د ۱۹۸۰یمې لسیزې په لومړیو کې د افغانستان او شوروي ځواکونو د جګړې له امله یو شمېر افغانان ګاونډیو هېوادونو له هغې جملې ایران ته کډه شول.

د وخت په تېرېدو سره په ایران کې د افغان کډوالو شمېر زیات شوی دی.

دغه کډوال تر ډېره د قانوني وضعیت، کاري فرصتونو، زده کړو او روغتیايي خدماتو ته د نه لاسرسي په شان ننګونو سره مخ دي. په داسې حال کې چې ایران ګڼ شمېر افغانانو ته پناه ورکړې، خو په نوموړي هېواد کې ناقانونه کډوال له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د ایران دولت او نړیوالو سازمانونو له خوا له پناه غوښتونکو د ملاتړ او د دوی د اړتیاوو د پوره کولو لپاره یو لړ هڅې شوې دي، خو لا هم وضعیت پېچلی دی او په افغانستان کې روان مسایل او سیاسي بې ثباتي ګاونډیو هېوادونو ته د افغانانو د کډوالېدو لامل کېږي.