افغانستان

د ملګرو ملتونو کارپوهان: له ښځو سره د طالبانو چلند ښايي «جنسیتي اپارتاید» وي

د ملګرو ملتونو کارپوهانو افغانستان کې د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو له حقونو سیستماتیکه سرغړونه غندلې او وايي چې دا ډول چلند د «جنسیتي اپارتاید» په توګه ګڼل کېدای شي.

افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنت او د ښځو او نجونو پروړاندې د توپيري چلند ډلې رییسې ډوروټي استرادا تانک د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته په یوه ګډ راپور کې د افغان نجونو او ښځو وضعیت بیان کړی دی.

هغوی په دې راپور کې ټینګار کړی، چې افغان نجونې د نړۍ د نورو نجونو په پرتله ترټولو سخت شرایط لري.

بنت افغانستان کې د نجونو او ښځو پروړاندې تبعیض د سختې جنسیتي ځورونې په توګه ارزولی او هغه د بشریت پروړاندې جنایت ګڼي.

هغه اندېښنه څرګنده کړې ده، چې پر افغانستان واکمن چارواکي د بشپړې ولکې او د ښځو او نجونو پر سر د واکمنۍ لپاره له سیستماتیک تبعیض څخه ګټه اخلي.

په همدې حال کې اسټرادا تانک زیاته کړې، چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د ښځو او نجونو حقونو پروړاندې منفي چلند لیدل شوی دی، د نړۍ په هېڅ ځای کې د ښځو او نجونو پر حقونو د افغانستان په پرتله پراخ، سیستماتیک او هر اړخیز برید نه دی شوی.

طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېدو راهیسې د ښځو پر حقونو ګڼ محدودیتونه لګولي دي او د هغوی کړنې، دندې، د جامو اغوستل، روغتیايي ساتنې او عدالت ته د لاس‌رسي ازادۍ یې محدودې کړې دي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو همداراز په خپل راپور کې په کورنیو کې د ښځو او نجونو پروړاندې د تاوتریخوالي د پام وړ زیاتوالي ته اشاره کړې ده.

دا کارپوهان وايي، چې دغو محدودیتونو په سیاسي، عمومي، اقتصادي، ټولنیز او کلتوري برخو کې د هغوی پر ګډون ډېره اغېزه لرلې ده.

دا راپور دې ته په اشارې سره چې د طالبانو تر ولکې لاندې د افغان نجونو او ښځو د ورځني ژوند شرایط ظالمانه او د اندېښنې وړ دي زیاتوي، چې نجونې محصلینې له تحصیلي بندیز سره مخ دي او په راتلونکي کې د وضعیت بدلون ته هیله نه لري.

دا راپور همداراز د طلاق غوښتونکو ښځو له خوا یا د کورني تاوتریخوالي د راپورونو په اړه پر ترلاسه شويو ځوابونو ټینګار کوي چې دا وضعیت د جنسیت پر بنسټ د تاتریخوالي عادي کول او د قانوني ملاتړ نشتون ښکارندويي کوي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د اپرېل له ۲۷ د مې تر ۴ له افغانستانه لیدنه وکړه او په کابل او مزارشریف کې یې له بېلابېلو کسانو او ډلو له دې جملې د مدني ټولنې له استازو، کار رامنځته کوونکو، مذهبي مشرانو، ښوونکو، خبریالانو، د ملګرو ملتونو له دفترونو او دیپلوماتیکو ټولنو سره لیدنې وکړې.

په دې راپور کې ټینګار شوی، چې افغانستان یوازینی هېواد دی چې نجونې او ښځې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو او د لوړو زده‌کړو موسسو ته د تلو اجازه نه لري. کارپوهان لوړ کیفیت لرونکو زده‌کړو ته د لاس‌رسي د بندیز پر اوږدمهاله پایلو ټینګار کوي چې نه یوازې پر دندو بلکې پر اړینو خدماتو لکه روغتیايي خوندیتوبونو اغېزه لري.

سربېره پر دې، دا راپور د تګ راتګ، دندو او عمومي ځایونو ته لکه پارکونو، ورزشي سالونونو او عمومي حمامونو ته د ښځو د تلو پر محدودیتونو ټینګار کوي.

دا محدودیتونه بیا د نوي نسل په ځانګړې توګه له زده‌کړو د بې‌برخې شویو نجونو د رواني روغتیا له دې جملې خپګان او ځانوژنې اړوند مسایلو سره مرسته کوي. معمولي او بیړنیو روغتیايي ساتنو ته لاس‌رسی هم سخت محدود شوی او د روغتیايي پالنو پر زیان‌منونکي سیستم فشار لا زیاتوي.

د قانوني ملاتړونو نشتوالی، د تبعیض اعمالول او د جنسیت پربنسټ د تاوتریخوالي عادي کول هغه جدي اندېښنه ده چې په دې راپور کې بیان شوې.

د ملګروملتونو کارپوهان د روښانه او اټکل وړ حقوقي سیستم نشتوالي ته په اشارې سره وایي، دا موضوع د دې لامل کېږي چې د ښځو خلاف تاوتریخوالی دوام وکړي.

دا راپور له طالبانو غواړي چې د ښځو او نجونو بشري حقونه خوندي کړي او ورته درناوی وکړي، په داسې حال کې چې له نړیوالې ټولنې غواړي رول ولوبوي او په افغانستان کې له بشري حقونو د سرغړونې په هکله له ځواب ویلو د ملاتړ لپاره ځانګړي ګامونه پورته کړي.