نړۍ

د فرانسې په ښارونو کې لسګونه زره پولیس د ناکراریو د کابو کولو لپاره ګمارل شوي

د فرانسې دولت د تېرو ورځو ناآرامیو د کابو کولو لپاره د دې هېواد په بېلابېلو برخو کې لسګونه زره پولیس ځاي پرځای کړي دي.

د شنبې په ورځ د اوولس کلن ناهل د جنازې مراسم ترسره شول چې تېره سه شنبې د پلټنې په یوه پوسته کې د پولیسو له خوا په ډزو سره ووژل شو. خاورو ته د هغه له سپارلو وروسته د فرانسې په ښارونو کې د تېرو شپو په پرتله ناکرارۍ کمې وې.

د فرانسې ولسمشر مانوئل مکرون هم جرمني ته خپل سفر چې ټاکل شوې وه د یکشنبې په ورځ پیل شي وځنډاوه.

دا ناآرامۍ په ۲۰۱۸ کال کې د «ژېړو واسکټونو» لرونکو له لاریونونو وروسته د مکرون د ولسمشرۍ په دوره کې تر ټولو بدې ناکرارۍ بلل کېږي.

کابو ۴۵ زره پولیس، د پوځ ځانګړي ځواکونه، زغرګاډي او چورلکې په پاریس، مارسي او لیون ښارونو کې ځای پرځای شوي وو.

تېره شپه په فرانسه کې د وروستیو څو شپو په پرتله آرامي وه یوازې په مارسي، نیس او ستراسبورګ ښارونو کې ځای ځای شخړې او ناکرارۍ روانې وې.

پولیسو تېره شپه په مارسي ښار کې د ځوانانو ګڼې ګوڼې د کمولو لپاره له اوښکې بهوونکي ګاز څخه کار واخیست.

په پاریس کې د لاریونونو لپاره په رسنیو کې له غوښتنې وروسته پولیسو په واټونو کې امنیتي تدابیر لازیات کړي وو.

ددغه هېواد د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې پولیسو د جمعې په شپه یو زر او ۳۱۱ اعتراض کوونکي نیولي دي. پولیسو همداراز ویلي چې د شنبې په ورځ په ټوله فرانسه کې ۲۰۰ لاریون کوونکي نیول شوي دي.