افغانستان

مجاهد: د بایډن څرګندونې پر اعلان شویو ژمنو زموږ درېدل ثابتوي

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکا د ولسمشر د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې په یوه ټویټ کې ولیکل: «د جوبایډن څرګندونې، د اسلامي امارت (طالبانو) په اعلان شویو ژمنو درېدل ثابتوي.»

مجاهد مخکیني حکومت او پوځیانو ته په کنایې سره وویل: «جوبایډن خیلو غلامي خو هغه وه چې د هغو د وسله والو ځواکونو د پېشقرول رول مو لوباوه. زرګونه امریکایي لښکر دې په کور کې ګرځېدل، تا د غلامۍ په بدل کې ډالري امتیازات ترې اخیستل، په مقابل کې دې، پوره شل کاله دې د خپل مسلمان ورور په کور د چاپې (پوځي عملیات)، بمباري، وحشت او ظلمونه کول.»

نوموړي همداراز ادعا کړې چې نن افغانستان په خپلو ټولو پرېکړو کې خپلواک دی. هغه څه چې مجاهد یې د آزادۍ معنی بولي.

ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټ کې زیاته کړې: «که طالبان د امریکا غلامان وای له بندیزونو سره به مخ نه وو، په رسمیت به منل شوي وو او د پرمختګ په وړاندې به یې خنډونه نه رامنځته کول.»

د بایډن د څرګندونو په وړاندې د بشري حقونو کمېسیون د مخکینۍ رییسې غبرګون

د افغانستان د بشري حقونو د کمېسیون مخکینۍ رییسې شهرزاد اکبر د جوبایډن د څرګندونو په غبرګون کې په یوه ټویټ کې لیکلي: «ولسمشر بایډن پرېږدئ ستاسو جمله بشپړه کړم؛ له طالبانو چې جنسیتي اپارتاید اجرا کوي، ښځې او نارینه د خلکو په مخکې په متروکو وهي، مخالفین شکنجه کوي او لږکي ځپي مرسته اخیستل. ځکه زه د امریکا د بهرني سیاست په مرکز کې له «بشري حقونو» ملاتړ ته ژمن یم.»

د امریکا ولسمشر تېره ورځ د افغانستان په هکله د پوښتنې په ځواب کې وویل: «په ياد مو دي چې د افغانستان په اړه مې څه ویلي وو؟ ومې ویل القاعده باید هلته نه وي، ویلي مې وو چې دوی به هلته نه وي، ما ویلي وو طالبان له موږ سره مرسته کوي. اوس څه کېږي؟»