افغانستان

ملګري ملتونه: تېر کال د نړۍ اتیا سلنه تریاک په افغانستان کې تولید شوي

د طالبانو د مشر ملاهبت الله آخوندزاده له اختریز پيغامه یوه ورځ وروسته چې په هغې کې یې ویلي و د دوی په اقداماتو سره د نشه‌يي توکو کښت صفر ته نږدې شوی، اوس د ملګروملتونو له نشه‌یي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر اعلان کړی چې افغانستان په تېر میلادي کال کې د نړي اتیا سلنه تریاک تولید کړي دي.

ملګروملتونو ددې راپور په دوام کې چې تازه یې خپور کړی ټینګار کړی چې افغانستان په سیمه کې د متامفتامین یا شیشې په نوم نشه‌يي توکو په اصلي تولیدوونکو بدل شوی چې د لوېدیځې آسیا هېوادونو اندېښنه یې راپارولې ده.

د ملګروملتونو له نشه‌یي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر په خپل راپور کې زیاته کړې چې په ۲۰۲۲ کال کې د کوکنارو د کښت کچه ۲۸ سلنه زیاته شوې وه او په دې کال کې د تریاکو نړیوال تولید اوه زره او ۸۰۰ ټنو ته رسېدلی دی.

ددې راپور پربنسټ، ښايي په روان کال کې د کوکنارو حاصلات په افغانستان کې د نشه‌يي توکو د کښت مخنیوي ته په پام سره کم شي.

د ملګروملتونو له نشه‌یي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر ټینګار کړی چې د افغانستان او نورو هېوادونو د کروندګرو لپاره بدیل کښت د کوکنارو کښت د کمولو لپاره حیاتي موضوع ده.

دغه نړیوال بنسټ د بدیل کښت نشتوالی د ډېری کروندګرو په زیان بللی دی.

د ملګروملتونو سازمان له مرستندویه هېوادونو غوښتي چې په چټکه توګه د افغانستان د کلیوالو سیمو له اوسېدونکو ملاتړ وکړي ترڅو د کوکنارو له کښت پرته خپلې ورځنۍ اړتیاوې برابرې کړي.

د ملګروملتونو له نشه‌یي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر په داسې حال کې دا راپور وړاندې کړی چې د طالبانو مشر د ۱۴۰۱ کال له وري میاشتې څخه په افغانستان کې د نشه‌يي توکو کښت، پېر او پلور منع اعلان کړ.