افغانستان

د طالبانو د مشر په اختریز پیغام کې د ښځو او نجونو د زده کړو هېڅ یادونه نه ده شوې

د طالبانو مشر ملاهبت الله آخوندزاده په د لوی اختر له امله خپل پیغام کې د شریعت له مخې د ښځو د ټولو حقونو د خوندیتوب، د افغانستان د اقتصادي ځان بسیاینې او دیني مرکزونو د پياوړتیا لپاره د هڅو خبره کړې خو په دې پیغام کې له زده کړو او تحصیل څخه د افغان نجونو او ښځو د بې برخې کېدو په اړه هېڅ نه دي ویل شوي خو په هغې کې «د ښځو په حجاب کې د اصلاحاتو» یادونه شوې ده.

د طالبانو مشر ملاهبت الله آخوندزاده د لوی اختر له امله په خپل اختریز پيغام کې دې ته په اشارې سره چې د اسلامي امارت (طالبانو) په واکمنېدو سره اسلامي نظام رامنځته شوی زیاته کړه: «سپېڅلی اسلامي شریعت اعلان او تطبیق شوی دی، یو ځل بیا په ملي کچه د افغانستان خپلواکي خوندي او اسلامي ورورولي او ملي یووالی پياوړی شوی او د قوم، ژبې او سمت په نومونو هر ډول تعصب له منځه وړل شوی دی.»

د طالبانو مشر په دغه اختریز پيغام کې ادعا کړې چې د اسلامي امارت (طالبانو) په واکمنېدو ښځې له جبري نکاح، په بدو کې له ورکولو او نورو دودو ظلمونو څخه ژغورل شوې او د دوی ټول شرعي حقونه خوندي شوي دي.

هغه همداراز ویلي چې د ټولنې د نیمايي برخې په توګه د ښځو د اصلاح، حجاب او عفت په برخه کې مهم اقدامات ترسره شوي دي.

هبت الله آخوندزاده همداراز ادعا کړې چې په معاصر تاریخ کې د لومړي ځل لپاره افغانستان له اقتصادي پلوه پر ځان بسیا شوی دی.

د طالبانو مشر ټینګار کړی: «د اسلامي امارت د رغنده او ګټورو اقداماتو په برکت د نشه يي توکو کښت صفر ته رسېدلی دی.»

د طالبانو مشر زیاته کړې چې اسلامي امارت د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د حسنه اړیکو غوښتونکی دی. «لکه څنګه چې موږ د نورو هېوادونو په چارو کې لاسوهنه نه کوو، نورو ته هم اجازه نه ورکوو چې په هېڅ پلمه او بڼه زموږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي او یا موږ ته هدایت وکړي.»

هغه د پيغام په دوام کې په ټولو برخو کې له خپلو ځواکونو غوښتي چې زموږ د مومنو خلکو د خدمت، امنیت او سوکالۍ لپاره خپل مکلفیتونه په جدي توګه ترسره کړي او له خلکو سره داسې چلند وکړړي چې دوی ځانونه د پردیو له مسوولینو بې نیازه احساس وکړي.

د طالبانو مشر د فلسطین پر بې ګناه ښځو، ماشومانو او خلکو د اسراییلو ظلم غندلی او د نړۍ له هېوادونو یې غوښتي چې په دې هکله خپله دنده ترسره کړي. هغه همدارنګه د سوډان له خلکو او حکومته غوښتي چې خپل اختلافات پای ته ورسوي.

د طالبانو مشر په دې پيغام کې له زده کړو او کار څخه د افغان نجونو او ښځو محرومیت ته هېڅ اشاره نه ده کړې او همداراز یې د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستو لپاره د طالبانو پروګرام ته هم نغوته نه ده کړې.

دا په داسې حال کې دې چې په هېواد کې د طالبانو په واکمنېدو سره دغې ډلې لومړی له شپږم ټولګي پورته نجونو پر مخ ښوونځي وتړل او وروسته یې پوهنتونونو ته هم د افغان نجونو او مېرمنو د ورتلو مخنیوی وکړی او همداراز یې د ملګروملتونو په ګډون ټولو نادولتي بنسټونو کې د ښځو کار کول منع کړل چې نړیوال غبرګونونه یې راوپارول.

همداراز، په جینوا کې د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا په۵۳مه ناسته کې چې د افغان ښځو او نجونو په وړاندې د توپیري چلند په هکله په دې وروستیو کې جوړه شوې ټولو په یوه آواز له افغان مېرمنو د ملاتړ غږ پورته کړ او له طالبانو یې وغوښتل چې بشري حقونو په تېره بیا د ښځو حقونو ته درناوی وکړي او له تاوتریخوالي او همداراز د ښځو خلاف سیاستونو څخه لاس واخلي.