نړۍ

په چین کې د ګازو په یوه زېرمه‌ځای کې د چاودنې له امله ۳۱ تنه مړه شول

د چین د لوېدیځ په یوه باربیکیو رستوران کې د ګازو په زېرمه ځای کې د چاودنې له امله ۳۱ تنه مړه شول.

ځايي رسنیو رپوټ ورکړی چې دا چاودنه تېره ورځ د نینګ شیا سیمې په مرکز یینچوان کې د دغه رستوران د ګازو په زېرمه ځای کې شوې ده.

د چاودنې په اړه خپرو شویو تصویرونو کې لیدل کېږي چې یوه ودانۍ په اور کې سوځي او د اوروژنې کارکوونکي د اور د مړ کولو لپاره هڅې کوي.

د رپوټونو له مخې، اوه تنه چې سوځېدلي او یا د ښيښو ماتېدو ټپیان کړي تر درملنې لاندې دي.

له بلې خوا، د چین ولسمشر شي جین پینګ ددغه هېواد چارواکو ته حکم کړی چې د ودانیو د خوندیتوب څارنې د پیاوړتیا لپاره خپلې ټولې هڅې وکاروي.