افغانستان

اوتنبایوا: د طالبانو رژيم له سیاسي پلوه «منزوي او ځان‌غوښتونکی» پاتې دی

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې خبرداری ورکوي، ترڅو چې طالبان د افغان مېرمنو پروړاندې لګېدلي محدودیتونه لیرې نه کړي په رسمیت به ونه‌پېژندل شي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي استازې رزا اوتونبایوا په دې ناسته کې د وینا پرمهال وايي، د طالبانو رژیم له سیاسي پلوه «منزوي او ځان غوښتونکی» دی.

اغلې اوتونبایوا وايي چې د طالبانو رژیم او جوړښت «په بشپړ ډول نارینه دی او د طالبانو له کلیوالي بنسټ څخه اخیستل شوی دی.»

د دې ناستې ګډونوالو ټولو په یوه غږ له طالبانو وغوښتل چې د افغان مېرمنو پروړاندې محدودیتونه لیرې کړي او یو ټولګډونه حکومت رامنځته کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا وايي: «نه شو کولای چې ښځینه کارکوونکې له ګواښ سره مخ کړو، نارینه‌وو ته مو هم ویلي چې له کوره کار وکړي. طالبان له یوې خوا غواړي چې د ملګرو ملتونو سازمان له خوا په رسمیت وپېژندل شي، خو له بل لوري د دغه بنسټ ښځینه کارکوونکې له کار کولو منع کوي.»

هغې همداراز وویل چې ټولګډونه دولت داسې موضوع ده چې د افغانستان لپاره د ځانګړو استازو د مې میاشتې په ناسته کې هم ورته اشاره وشوه.

د ملګروملتونو دغه مسووله وايي چې د ملګروملتونو سازمان چاوراکو طالبانو ته ویلي د طالبانو په رسمیت پېژندل تر هغه وخته چې د ښځو او نجونو په هکله ټول فرمانونه لیرې نه شي ناشوني دي.

په دې ناسته کې به د افغانستان د امنیتي وضعیت، بشري حقونو او افغانانو ته د مرستو رسولو په اړه خبرې وشي.

د ملګروملتونو امنیت شورا له دې مخکې هم د روان کال په غويي میاشت کې د افغانستان په اړه ناسته ترسره کړې وه.

په هغه ناسته کې د ښځو او نجونو پر زده کړو او کار د طالبانو محدودیتونو غندل شوي وو.

امنیت شورا د یوه پرېکړه لیک په تصویبولو چې د نړۍ ۹۰ هېوادونو ترې ملاتړ کړی و، ټینګار کړی و چې طالبان باید د افغان نجونو او ښځو د زده کړو او کار حق ورکړي.

دا ناسته په داسې حال کې ترسره کېږي چې د طالبانو له واکمنېدو کابو دوه کاله تېرېږي او طالبانو په دې موده کې له شپږم ټولګي پورته نجونو ښوونځي تړلي او دوی یې له تحصیل او په نادولتي موسسو کې له کار کولو منع کړې دي.