افغانستان

د بنت راپور ته د مجاهد غبرګون؛ د افغانستان پر قوانینو اعتراض له اسلام سره مخالفت دی

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ملګروملتونو د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنت د راپور او ددې سازمان د بشري حقونو شورا د ناستې په غبرګون کې چې تېره ورځ په جینوا کې ترسره شوه په یوه ټویټ کې لیکلي چې په افغانستان کې اسلامي قوانین نافذ دي او په وړاندې یې اعتراض له اسلام سره ستونزه لرل دي.

مجاهد په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه د ریچارد بنت راپور د هغو پراخو پروپاګندونو برخه بللې چې د نوموړي په وینا، د طالبانو خلاف ترسره کېږي او واقعیت نه لري.

هغه ادعا کړې چې د ملګروملتونو سازمان له آدرسه د ځینو بنسټونو او لوېدیځو حکومتونو له خوا د طالبان خلاف «پراخ» پروپاګند پيل شوی دی.

مجاهد په خپل ټویټ کې لیکلي: «د افغانستان د وضعیت په اړه د ریچارد بنت راپور د هغه پروپاګند یوه برخه ده چې له واقعیت سره سمون نه لري.»

هغه ادعا کړې چې په افغانستان کې اسلامي قوانین نافذ دي او «په وړاندې یې اعتراضونه له اسلام سره (ستونزه) لرل دي.»

د ملګروملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنت د دوشنبې په ورځ وویل چې له افغان نجونو او مېرمنو سره د طالبانو چلند ښايي «جنیستي اپارتاید» وګڼل شي، ځکه د دوی حقونه لا هم د افغانستان د برحاله چارواکو له خوا تر پښو لاندې کېږي.

د ملګروملتونو په اند جنسیتي اپارتاید عبارت دی له «د جنسیت له امله د وګړو په وړاندې اقتصادي او ټولنیز جنسي توپیر» دی.

ښاغلي بنت خپل نوی راپور د ۲۰۲۲ کال له جولای تر دسمبر میاشتې پورې د بشري حقونو شورا په ۵۳مه ناسته کې وړاندې کړ او وې ویل چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو چلند «ښايي د جنسیتي ځورونې په توګه، د بشريت خلاف جنایت وګڼل شي.»

ښاغلي بنت ویلي: «د ښځو او نجونو خلاف سخت، نظام مند او بنسټیز توپیر، د طالبانو حکومت د ایدیولوژۍ په زړه کړې دی او دا اندېښنه رامنځته کوي چې دوی ښایي د جنسیتي اپارتاید مسوول وي، له بشري حقونو جدي سرغړونه که څه هم لا په ښکاره یو نړیوال جنایت نه دی. لازیاتې څېړنې ته اړتیا لري.»  

نوموړي زیاته کړه: «موږ په راپور کې په ځانګړې توګه د جنسیتي ځورونې مسایل تشرې ح کړي او د جنسیتي اپارتاید په هکله لازیاتې ارزونې ته اړتیا لرو، په اوسني وخت کې یو نړیوال جنایت نه دی ترسره شوی، خو ښایي داسې وشي.»