افغانستان

پر خلیلزاد د هیډربار تونده نیوکه؛ هغه د ښځو موضوع ته بې پامي کوله

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر د ښځو برخې مسووله د دوحې په هوکړه‌لیک کې د هغه څه په تړاو چې د ښځو حقونو ته یې بې‌پامي بولي، د افغانستان لپاره د امریکا پر مخکیني ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد نیوکه کوي.

هیدر بار د امریکا او طالبانو ترمنځ د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ کې د دوحې هوکړه‌لیک د لاسلیک په اړه پر خپله ټویټرپاڼه د افغانستان په راتلونکي کې د افغان مېرمنو له برخلیکه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې امریکا په افغانستان کې د ښځو حقونو ته خپله لېوالتیا له لاسه ورکړې ده.

د دوحې د سولې خبرواترو د پلاوي یوه مخکینۍ غړې فوزیه کوفي په دې باور ده چې زلمي‌ خلیل‌زاد تل د افغانانو د بشري حقونو په تړاو حقیقتونه پټول.

له بلې خوا، ټاکل شوې د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی د دوشنبې پر ورځ د دغه سازمان د بشري حقونو شورا په ۵۳ ناسته کې، په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د وضعیت په اړه دغې شورا ته راپور ورکړي.

ریچارډ بنت د خپل راپور په مسوده کې لیکلي، چې طالبانو د ښځو پروړاندې تر پنځو زیات فرمانونه صادر کړي دي.

د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړی راپور ورکوونکی وايي چې طالبانو «له دین څخه په ابزاري ګټې اخیستو» افغان نجونې او ښځې د ژوند له ټولو اړخونو بې‌برخې کړې دي.

دغه راپور د طالبانو پرله‌پسې فرمانونه چې په هغه کې د تګ راتګ د ازادۍ، جامو اغوستلو، کړنو او چلند، زده‌کړو، کار، روغتیايي خدماتو، سفر او تفریح لپاره د ښځو حقونه محدود شوي، په افغانستان کې د ښځو پروړاندې د سیستماتیک تبعیض ښکاره بېلګې ګڼي.

خو طالبانو څو ځله د دا ډول راپورونو په ردولو سره ویلي، چې د اسلامي شریعت او افغاني کلتور په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته ژمن دي.

ښاغلي بنت په خپل ترټولو تازه راپور کې له ۷۹ تنو سره د مرکو له مخې چې ۵۱ یې ښځې وې او همداراز د یوې نظرپوښتنې پربنسټ چې له ۲۱۱۲ تنو سره په مخامخ ډول خبرې شوې، لیکلي چې د ښځو او نجونو حقونه د نړۍ په هېڅ ځای کې د افغانستان په څېر تر برید لاندې نه دي.

طالبانو تل د ښځو د زده‌کړو او کار پروړاندې بندیزونه د افغانستان خپل کورني موضوعات بللي دي.