افغانستان

په لوېدیځ کې د داعش د احمتالي عملیاتو په اړه د امریکا د سولې انستیتوت خبرداری

عکس له آرشیف څخه

د امریکا د سولې انستیتوت په راپور کې ویل شوي چې داعش نه یوازې افغانستان او پاکستان ته د یوې “اټومي” سیمې په توګه ګواښ دی، بلکې هند، بنګلادېش، میانمار، مالدیف او سریلانکا هم له خطر سره مخ دي.

د دغه راپور موندنې ښيي چې له لوېدیځ نه له داعش ډلې سره لږ شمېر بهرني جنګيالي یوځای شوې او اوس مهال د دغې ډلې له خوا په لوېديځ د بریدونو د تنظیم امکان شته، خو ښايي هغه توندلاري افغانان چې په لوېدیځو هېوادونو کې ژوند کوي، د بریدونو د تنظیمولو لپاره وکارول شي او دا یو سمدستي ګواښ دی.

له بلې خوا د دغه راپور په یوه برخه کې راغلي چې داعش ډله په لوېدیځ کې د بریدونو د پلانولو لپاره د همغږۍ او مؤظف شوی جوړښت نه لري او د دغې ډلې ډېری برخه په افغانستان کې فعاله ده.

په همدې حال کې یو شمېر پوځي کارپوهان وايي چې امریکا او لوېدیځو هېوادونو ته د افغانانو کډوال کېدل د دې لامل شوې چې په دغو هېوادونو کې ځینې سیاسي ډلې د کډوالۍ پر ضد تبلیغات وکړي.

د امریکا د سولې انستیتوت د راپور په یوه برخه کې راغلي چې داعش جنګیالي د طالبانو مشر د خائن په نومولو او له جهادي موخو سره په خیانت تورنولو له ځایي خلکو او د طالبانو له یو شمېر ټیټ پوړو غړو غواړي له طالبانو جلا او له دې ډلې سره یوځای شي.

تر دې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د داعش شتون په ردولو سره د امریکا د سولې انستیتوت راپور د خلکو د ذهنونو مغشوشولو هڅه بللې وه.