افغانستان

روسیه: استرالیا هڅه کوي په افغانستان کې د خپلو سرتېرو جنګي جنایتونه کم ارزښته وښيي

Photo: TASS

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د جمعې په ورځ په یوه بیانیه کې وویل چې استرالیايي چارواکي غواړي په افغانستان کې د خپلو پوځیانو جنایتونه کم اهمیته وښیي.

مېرمن زاخارووا وویل: «په بشپړ ډول روښانه ده چې پر زرغونه قاره واکمن تشکیلات هڅه کوي د جنګي جنایتونو موضوع چې استرالیايي سرتېرو په افغانستان کې کړي کم ارزښته وښيي، دا موضوع ډېره د اندېښنې وړ ده.»

دغې روسۍ دیپلوماتې زیاته کړه، ښايي دې مسلې ته نه رسېدنه د استرالیا د پخواني لومړي وزیر سکاټ موریسن کابینې په تېره بیا د هغه د دفاع وزیر د رسوایۍ لامل شوی وي.

زاخارووا وویل: «د ځینو سازمانونو غړي، رسنۍ او په اوسنیو چارواکو پورې یو شمېر تړلي کسان داسې ښيي چې پر خصوصي کسانو او د ځانګړو عملیاتو ځواکونو پر پوځیانو د ټولو مسوولیتونو اچولو سره د افغانستان د ناوړه دوسیو د تړلو لپاره هڅې د منلو وړ نه دي.»

د هغې په وینا، استرالیايي سناتور مالکوم رابرټز هم په مې میاشت کې ددغه هېواد د پارلمان په څو استجوابیه ناستو کې د هغه افتخاري صلیب د بېرته اخیستو غوښتنه وکړه چې په منځني ختیځ کې د خدماتو لپاره د استرالیا د دفاعي ځواکونو مشر جنرال انګوس کمپیل ترلاسه کړی و.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې همداراز وویل، د استرالیايي ځواکونو د جنګي جنایتونو په اړه نوي مالومات په روښانه په ډاګه کوي چې «دا بنسټیزه موضوع، په تېره بیا د دغه هېواد په ځانګړو ځواکونو کې ده.»

مېرمن زاخارووا زیاته کړه: «یوازې په تسکیني اقداماتو سره د عمومي اعتراضونو د کمولو لپاره د واکمنۍ کړۍ هڅې د استرالیا د سیاسي طبقې د دوه ګوني سیاست او ریاکارۍ ښودنه کوي چې خپلو عیبونو ته پام نه کوي، خو پر نورو هېوادونو د لوېدیځو معیارونو د نه رعایتولو له امله نیوکه کوي.»

دا په داسې حال کې دي، هغه استراليایي سرتېري چې په افغانستان کې یې جنګي جنایت ترسره کړی، رسنیو ته ویلي و چمتو نه دی له دې امله بښنه وغواړي.