افغانستان

بلینکن: موږ د افغانانو لېږدولو ته ژمن یو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن دوشنبې د جون په دوولسمه د بهرنیو چارو وزارت او «افغان ایواک» یا د افغانانو د لېږدولو ایتلاف ترمنځ هوکړې د لاسلیک په مراسمو کې ګډون وکړ.

دا مراسم د امریکا د دیپلوماسۍ په ملي موزیم کې او د افغانانو د لېږدولو هڅو د همغږۍ کوونکي بنسټ (CARE) له خوا ترسره شول.

بلینکن په دغو مراسمو کې د وینا پرمهال وویل چې دوی پر هغه ژمنه ولاړ دي چې ولسمشر بایډن د افغانانو د لېږدولو په اړه کړې ده.

بلینکن وویل: «کله چې ولسمشر بایډن د امریکا ترټولو اوږده نښته پایته ورسوله، ژمن شو چې امریکا زموږ د افغان متحدینو ځای‌پرځای کولو او بیا مېشتولو ته دوام ورکړي. موږ ژمن یو – زه ژمن یم – ترڅو پر خپلو خبرو عمل وکړو، لکه د دې ډلې په شان.»

بلینکن وویل: «موږ د ۲۰۲۱ له سپټمبر وروسته تر ۲۴ زره زیات افغانان امریکا او درېیمو هېوادونو ته لېږدولي دي.»

هغه زیاته کړه، چې په ټوله کې تر ۹۷ زره زیات افغانان امریکا ته لېږدول شوي دي.

امریکا د ۲۰۲۱ په اګسټ کې د تخلیې عملیاتو پر مهال لږترلږه ۱۲۰ زره تنه امنو ځایونو ته ولېږدول.

د افغانانو د ایستلو ایتلاف له څه د پاسه ۲۰۰ سازمانونو څخه جوړ شوی، چې د امریکا دولت ترڅنګ د افغانانو د ځای‌پرځای کولو له هڅو د ملاتړ لپاره کار کوي.

په دغه سازمان کې سلګونه کسان په خپله خوښه کار کوي چې د امریکا د ټولو ۵۰ ایالتونو استازي پکې شامل دي.