افغانستان

لانګ وار ژورنال: د طالبانو او القاعدې ډلې ترمنځ اړیکې پياوړې شوې

File-photo

امریکايي خپرونې «لانګ وار جورنال» په یوه راپور کې لیکلي، د دوی څېړنې ښيي چې پر افغانستان د طالبانو له بیا ځلي واکمنۍ وروسته؛ د طالبانو او القاعدې شبکې ترمنځ اړیکې پیاوړې شوې دي.

دې خپرونې د حقاني شبکې او القاعده شبکې ترمنځ ژورو اړیکو ته هم اشاره کړې او لیکلي دي چې د سراج الدین حقاني په ګډون د حقاني شبکې ډېر مشران له پاکستاني طالبانو او القاعده شبکې دواړو سره تړاو لري.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د راپور له مخې، د کاپیسا لپاره د طالبانو والي احسان الله بریال، د نورستان لپاره د طالبانو والي حافظ محمد اغا حکیم او د طالبانو د استخباراتو ادارې مرستیال تاج میر جاوید د القاعده شبکې هغه غړي دي، چې له طالبانو سره کار کوي.

د طالبانو په امنیتي او دفاعي جوړښتونو کې د القاعدې شبکې د مهم رول هغه اړه خبرې په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په راپور کې هم راغلي چې القاعده شبکې د طالبانو امنیتي، دفاعي او اداري جوړښتونو کې د تقرر او مشورې واک ترلاسه کړی دی.

خو له القاعدې شبکې سره د طالبانو اړیکي محدودې نه دي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي چې د پاکستاني طالبانو د فعالیتونو د مخنیوي لپاره یې له طالب چارواکو سره جدي خبرې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري وایي: «د کابل له سقوط وروسته موږ په پاکستان کې دننه د پاکستاني طالبانو تحریک د بریدونو د زیاتېدو شاهدان یو. موږ له افغان چارواکو سره په دې اړه د خبرو په حال کې يوو او له هغوی مو په جدي توګ غوښتي چې د دغې ډلې پر وړاندې جدي اقدامات وکړي.»

له ترهګرو ډلو سره د طالبانو اړیکو له زياتېدو په داسې حال کې راپورونه ورکول کېږي چې طالبانو له ټولو ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه له القاعده شبکې سره د اړیکو پرې کولو ژمنه کړې.

تېر کال د کابل په تر ټولو خوندي ځای کې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري له وژل کېدو سره له القاعدې شبکې سره د طالبانو له نږدې اړیکو پرده پورته شوه، خو اوس هغه څه چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په راپور کې راغلي، د طالبانو په ټولو اداري، امنیتي او دفاعي جوړښتونو کې د القاعده شبکې د پراخ نفوذ ښکارندوی دی، خو طالبانو دغه راپور رد کړي دي.