افغانستان

طالبانو د ملګروملتونو د امنیت شورا راپور «بې بنسټه» وباله

Photo: Reuters

طالبانو نن یکشنبې د غبرګولي په ۲۱مه په یوه اعلامیه کې د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا راپور رد کړ او هغه یې «یو اړخیز، مغرضانه او له واقعیته» لیرې وباله.

په دغه اعلامیه کې چې د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له خوا خپره شوې راغلي چې د ملګروملتونو د امنیت شورا د بندیزونو دوام «له تبعیض څخه ډک او د خپلواکۍ او نه لاسوهنې له اصولو سره په ټکر کې دي.»

د طالبانو په بیانیه کې راغلي: «د افغانستان اسلامي امارت د ملګروملتونو د امنیت شورا بندیزونه او دا ډول راپورونه له تعصب څخه ډک او د خپلواکۍ او نه لاسوهنې د اصولو خلاف بولي او د هغې د پای ته رسولو غوښتونکی دی.»

نوموړي ددې په بیانولو سره چې د ملګروملتونو د امنیت شورا په راپور کې د طالبانو خلاف «بې بنسټه» تورونه لګول شوي، زیاته کړه چې د طالب مشرانو ترمنځ د اختلاف، په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د حضور، د نشه يي توکو په قاچاق کې د طالبانو غړو لاس لرلو او واک د انحصار ادعا بې بنسټه او «له خلکو او خپلواک نظام سره روښانه دښمني او د تېرو شلو کلونو بېځایه تبلیغاتو تکرارول دي.»

هغه زیاته کړه: «د ګاونډیو او سیمې هېوادونو له مخالفینو سره د اسلامي امارت د مرستې او یا د نورو هېوادونو خلاف د افغانستان خاورې د کارولو په اړه ددغه راپور ارزونه په کلکه ردوو.»

د طالبانو ویاند څرګنده کړه: «ددې راپور له منځپانګې داسې بریښي چې یا ددې راپور لیکوالان مالوماتو ته لاسرسی نه لري او یا یې قصداً واقعیتونه تحریف کړي، یا یې هم د مالوماتو سرچینه د اسلامي امارت تښتېدلي مخالفین دي.»

په دغه اعلامیه کې ادعا شوې چې د طالبانو ټولې پرېکړې «د اسلامي شریعت، دوه اړخیزو او څو اړخیزو ژمنو او ملي ګټو په رڼا کې کېږي» او طالبان «د ګډو اندېښنو د لیرې کولو لپاره له نړیوالې ټولنې سره تعامل ته دوام ورکوي.»

دا په داسې حال کې دي چې د ملګروملتونو امنیت شورا د بندیزونو کمیټې، په یوه نوي راپور کې چې د شنبې په ورځ خپور شو ویلي، طالبان د نویمې لسیزې استبدادي او حذف سیاستونو ته ستانه شوي دي.

په دې راپور کې راغلي چې د طالبانو د واکمنۍ جوړښت د پښتنو په چورلیز او د حذف او ټولو مخالفتونو د ځپلو پر سیاست ولاړ دی. د ملګروملتونو د امنیت شورا راپور د طالبانو په واکمنۍ کې یوازې له پښتنو پرته پنځو طالب وزیرانو او نهو والیانو حضور د طالبانو د ۱۹۹۰ کلونو د سیاستونو بېلګه بولي.

ددې راپور له مخې، په افغانستان کې ترهګرې ډلې په اوسني وخت کې د فعالیت زیاته آزادي لري او په افغانستان او سیمه کې د ترهګرۍ ګواښونه د زیاتېدو په حال کې دي.

د ملګروملتونو امنیت شورا، طالبان د دوحې له هوکړې په سرغړونه تورن کړي او ویلي یې دي چې طالبان لا هم له ترهګرو ډلو په تېره بیا القاعدې او پاکستاني طالبانو سره ژورې اړیکې لري.