افغانستان

د طالبانو دفاع وزارت د افغانستان د مخکینۍ اردو ۱۱ جنرالان تقاعد کړل

د طالبانو د دفاع وزارت د یوه مکتوب له مخې، د سترجنرال مراد علي مراد په ګډون د افغانستان د مخکیني ملي اردو یوولس جنرالان تقاعد شوي دي.

په مکتوب کې راغلي چې دا جنرالان د عُمر د زیاتوالي له امله د افسرانو، بریدملانو او ساتمنانو د ذاتي چارو قانون د (۵۹) مادې پربنسټ د تقاعد لپاره مساعد دي. د افسرانو په ذاتي قانون کې د جنرالانو لپاره د تقاعد عُمر ۶۰ کاله اټکل شوی دی.

دا یوولس جنرالان چې یو شمېر یې اوسمهال له هېواده بهر دي، د دفاع وزارت په بېلابېلو برخو کې یې کار کاوه.

پخوانی پوځي اسدالله ندیم وايي: «دا یو ډول مدیریتي بې پامي ده چې به تېرو حکومتونو کې دود وه او سیاسي لیدلوری پکې نشته. ځکه په تېر کې هم د عُمر پر بنسټ تقاعد ورکول کېده، پرته له دې چې دوی کار کوي یا ژوندي دي که نه، دا مدیریتي بې پامي ده.»

د سیاسي چارو کارپوه عزیزالدین معارج وايي: «له هغې وروسته چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې طالبان واکمن شول، تراوسه افغان ولس او نړیوالې ټولنې د دوی روښانه سیاست نه دی لیدلی، هرڅه ګونګ او د خلکو له ذهنونو لیرې دي.»

د رسمي شمېرو له مخې د افغانستان مخکیني ملي اردو د کابل له سقوط مخکې ورځو کې کابو ۱۹۰ زره پوځیان لرل. په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان د ملي اردو لسګونه زره پوځیان ووژل شول.

دغه پوځ د طالبانو خلاف دوو لسیزو جګړو وروسته ګام په ګام وپاشل شو. د اردو ډېری چارواکو او سرتېرو د نظام له سقوط وروسته دندې پرېښودې. د ملګروملتونو او نورو نړیوالو بنسټونو د رپوټونو له مخې، طالبانو واک ته له رسېدو راهیسې د افغانستان د امنیتي ځواکونو یو شمېر افسران نیولي او ځینې یې شکنجه او وژلي دي.

طالبانو ددغو راپورونو په اړه یا چوپتیا غوره کړې او یا یې رد کړي دي.