سویلي آسیا

په پېښور او وزیرستان کې پنځه پاکستاني پوځیان ووژل شول

عکس له رویټرز ځخه

پاکستاني رسنیو په پېښور او وزیرستان کې په بېلابېلو پېښو کې ددغه هېواد د پنځو پوځیانو د وژل کېدو خبر ورکړی.

د چارواکو په وینا په شمالي او سویلي وزیرستان کې د امنیتي ځواکونو او ددې هېواد د مخالفو وسله والو په نښتو کې درې پوځیان ووژل شول.

په دغو نښتو کې دوه وسله وال جنګیالي هم وژل شوي دي.

رسنیو همداراز په سویلي وزیرستان کې د چاودنې له امله د دوو پوځیانو د وژل کېدو خبر ورکړی.

له بلې خوا، پاکستاني چارواکو ویلي چې د پاکستاني طالبانو تحریک یو مهم قوماندان د دوی په عملیاتو کې نیول شوی او په دغو عملیاتو کې یو ملکي وګړی وژل شوی دی.

په پاکستان کې په داسې حال کې تاوتریخوالی روان دی چې ددغه هېواد تربیون ورځپاڼې رپوټ ورکړی چې اسلام آباد په وروستیو اونیو کې د سولې په اړه د خبرو لپاره د پاکستاني طالبانو تحریک وړاندیز رد کړی او ویلي یې دي، یوازې په هغه صورت کې له دې ډلې سره خبرې کوي چې خپلې وسلې پر ځمکه کېږي او تسیلم شي.