افغانستان

د ناروې د پناه غوښتونکو شورا په کندهار کې بېرته خپل فعالیت پیل کړ

د ناروې د پناه غوښتونکو شورا اعلان کړی چې په کندهار او د هېواد په نورو برخو کې یې خپل فعالیت بیا پيل کړی دی.

د دغه سازمان رییس یان اګلاند په یوه ټویټ کې ویلي: «خوښ یم چې تاییدوم موږ تونېدلي یو په کندز او همداراز د افغانستان په یو شمېر نورو سیمو کې خپل بشردوستانه عملیات بیا پيل کړو.»

نوموړي زیاته کړې: «زموږ ټول کارونه د ښځو او نارینه وو، نجونو او هلکانو لپاره په یو شان او زموږ د ښځینه او نارینه همکارانو په ګډون ترسره کېږي.»

دا په داسې حال کې دي چې طالبانو د تېر کال په دسمبر میاشت کې ښځې په نادولتي بنسټونو کې له کار کولو منع کړې چې د بشردوستانه خدماتو وړاندې کول یې له جدي ننګونو سره مخ کړل.

یان اګلاند له هغه وخته دوه ځله کابل ته سفر وکړ ترڅو له طالب چارواکو سره د محدودیتونو د لیرې کولو په اړه خبرې وکړي.