افغانستان

افغانستان کې د چاپېریال ساتنې ستونزې ته نه پاملرنه

له ننه ۴۵ کاله وړاندې په ۱۹۷۲ کال د ملګرو ملتونو سازمان د لومړي ځل لپاره په سویډن کې د انسان او چاپېریال په اړه غونډه وکړه او د چاپیریال ساتنې د پریکړه لیک په لاسلیکولو سره یې ټول غړي هېوادونه مکلف کړل چې هوا او د چاپېريال پاکوالي ته پاملرنه وکړي.

افغانستان د دې پريکړه ليک له لاسليک کوونکو دى، چې چاپيريال ساتنې ته يې کمه پاملرنه شوې ده.

د افغانستان په ښارونو کې د هوا ککړتیا چې په تېره په موټر او وسايطو کې د تېلو زیات مصرف، د سړکونو خرابوالی، د شنو ځایونو نشتوالی، د کانالیزاسیون سيسټم او نورو اسانتیاوو نه شتون او په پای کې د چاپېریال ساتنې په برخه کې د خلکو بې غوري د چاپېريال ساتنې پر وړاندې اصلي ننګونې دي.

د چاپېریال ساتنې د کارپوهانو په وینا دغه ننګونې د افغانستان لپاره په یوه جدي بحران بدلې شوې دي.

ورته مهال یو شمېر هېوادوال وايي، چې چاپېريال ساتنې پر وړاندې د ننګونو له ډلې د هوا ککړتیا، په پراخه توګه د ونو پرې کول د مسوولينو له خوا د ځمکې لاندې اوبو نه کنټرول په هېواد کې د چاپېریال د خرابېدو او د پاکو اوبو د کمښت لامل شوي دي.

د دغو ښاریانو په وینا، د ښاري فاضلاب سیستم نشتوالی او د خلکو له خوا د غیر معیاري فاضله څاګانو جوړول د شنې فضا او هوا د ککړتیا، د ځمکې لاندې اوبو د کموالي او د چاپیریال د ککړتیا لامل شوي دي.

د چاپېريال نړيواله ورځ هر کال د نړۍ په هېوادونو کې نمانځل کېږي، ځکه د چاپېريال مسله د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د سولې او امنيت د ټینګښت په څېر ځانګړی ارزښت لري او د سږ کال د چاپېريال ساتنې نړيوالې ورځې شعار د پلاستيک د ککړتيا د له منځه وړلو لپاره د حللارې لټول دي.

خو په افغانستان کې دا ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي چې د تېرو او اوسنیو حکومتونو له خوا د هوا او چاپېریال ککړتیا د مخنیوي او مبارزې لپاره هېڅ ډول اساسي اقدامات نه دي شوي.