افغانستان

د افغانستان د وضعیت له خرابېدو د منځنۍ آسیا هېوادونو د مشرانو اندېښنه

د منځنۍ اسیا هېوادونو مشرانو او اروپايي شورا په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت او د بشري حقونو پر تضمین ټینګار وکړ.

د منځنۍ اسيا هېوادونو مشرانو او د اروپايي شورا مشر چارلز ميشل د جمعې په ورځ د قرغزستان په چولپون اتايي کې له يوې غونډې وروسته د افغانستان د وضعيت په خرابېدو اندېښنه څرګنده کړه. او په هیواد کې يې د بشري حقونو د درناوي په اهمیت ټینګار وکړ.

په يوه ګډه اعلاميه کې چې له دې غونډې وروسته خپره شوې د منځنۍ اسیا او اروپايي هېوادونو مشرانو ټینګار کړی چې یو سوله ییز او باثباته افغانستان د سیمې او نړۍ په ګټه دی.

دوی همدا راز د یوه ټول ګډونه او مسوول حکومت پر رامنځته کولو او د ټولو افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو، نجونو او توکمیزو ډلو د بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو د پیاوړتیا او درناوي پر اهمیت ټینګار کړی دی.

د اروپايي شورا مشر چارلز میشل وویل: «موږ د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه ستاسو د هېوادونو د ځانګړي لیدلوري ستاینه کوو. دا زموږ ټولو لپاره اړینه ده چې له يوه ټولګډونه حکومت سره یو باثباته او سوله ییز افغانستان ولرو چې بشري حقونه تضمین کړي.»

د غونډې ګډونوالو همداراز له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان خلکو ته بشري مرستې زیاتې کړي او په اصولي ډول يې افغانستان ته د بشري مرستو په رسولو کې د ملګرو ملتونو اساسي رول ته اشاره وکړه.

په دې غونډه کې د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف، د قرغزستان ولسمشر سادير زاپاروف، د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان، د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف او د ترکمنستان د کابيني مرستیال نورمحمد امانپسوف ګډون کړی و.

طالبانو تل د یوه ټولګډونه حکومت د جوړولو لپاره د سیمې او نړۍ د هېوادونو غوښتنې ته منفي ځواب ورکړی، تازه د طالبانو د رياست الوزرا سرپرست مولوي کبیر ویلي چې د دوی کابینه ټول ګډونه ده. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت په کابینه کې تر نوي سلنې زیات غړي پښتانه دي او په دې کابینه کې د نورو قومونو، مذهبي لږکیو او ښځو استازې نشته.