افغانستان

یو استرالیایي سرتېری د افغان وګړو د وژلو په دوسیه کې تورن پېژندل شوی

یوه استرالیايي پوځي د هغو درېیو ورځپاڼو خلاف دعوا بایلوده چې نوموړی یې د خپل ماموریت پرمهال د افغانانو په وژلو کې په لاس لرلو تورن کړی.

په سیدني کې د فډرال محکمې قاضي انتوني بسانکو ویلي، دغو ورځپاڼو په بري سره ثابته کړې چې د افغان وګړو په وژنو کې استرالیا د ځانګړو ځواکونو د پخواني غړي بن‌رابرټز سمیت د لاس لرلو په اړه د دوی راپورونه، سم دي.

له بلې خوا د رابرټز سمیټ خلاف دوسیه ښيي چې ددغه هېواد ځواکونو ددغه ډول مواردو په اړه واقعیتونه پټ کړي دي.

بسانکو ویلي: «دغو ورځپاڼو د هغو څلورو قتلونو په هکله چې رابرټز سمیټ یې تورن کړی خپلې ادعاوې ثابتې کړې.»

۴۴ کلن رابرټز سمیټ، له سیدني مورنینګ سیدني، ایج او کانبراټایمز ورځپاڼو له دې امله شکایت کړی چې دوی په دې اړه راپورونه خپاره کړي چې رابرټزسمیټ له ۲۰۰۶ تر ۲۰۱۲ کال پورې د «جګړې او پوځي اخلاقي او قانوني قوانین» تر پښو لاندې کړي دي.

رابرټز سمیټ په افغانستان کې د شپږ ماموریتونو د اجرا په خاطر د ویکتوریا صلیب په ګډون د استرالیا لوړ پوځي مډالونه ترلاسه کړي دي.

خو په ۲۰۱۸ کال کې د دغو ورځپاڼو رپوټونه ښيي چې نوموړي په افغانستان کې د خپل ماموریت پرمهال د جګړې قوانین ترپښو لاندې کړي او څو تنه افغانان یې په خپلسر وژلي دي.

دغو ورځپاڼو د هغو نورو پوځیانو له قوله چې صحنه کې حاضر وو، ویلي چې رابرټزسمیټ یو ملکي تنکی افغان ځوان په ډزو سره وژلی او یو بل کس چې لاسونه یې ورتړلي و له غره څخه لاندې غورځولی دی.

خو رابرټز سمیټ محکمې ته په خپل شکایت کې دا راپورونه ناسم بللي او نور پوځیان یې تورن کړي چې د نوموړي له ویاړونو سره حسادت کوي او له دې امله یې پرخلاف شهادت ورکړی دی.

له بلې خوا، ورځپاڼو له خپلو راپورونو دفاع کړې او د محاکمې پرمهال یې خپل راپورونه مستند کړي او نور سرتېري یې د شاهدانو په توګه محکمې ته معرفي کړي دي.

دا په داسې حال کې دي چې په ۲۰۲۰ کال کې رسنیو ته یو شمېر رپوټونه ورسېدل چې ګواکي د استرالیا ځانګړو ځواکونو په افغانستان کې د لسګونه بې وسلې بندیانو په وژلو کې لاس لرلی دی.

په دغو رپوټونو کې د هېڅ پوځي نوم نه دی یاد شوی، خو د استرالیا کابو ۲۴ اوسني او پخواني سرتېري د احتمالي پلټنو لپاره محکمې ته معرفي شوي دي.