افغانستان

د اسلام کلا په لور د طالبانو د پوځي کاروان حرکت

له هرات ښاره د اسلام کلا بندر ته د طالبانو د پوځي کاروان د حرکت ویډیوګانو له خپرېدو سره او د پولې د تړل کېدو ادعا او د نښتې له احتمال سره هم‌مهاله، طالب مسوولین دا ادعا ردوي.

اسلام کلا بندر کې د طالبانو د کمېشنر مولوي حضرت اقا په خپاره شوي غږیز پیغام کې، نوموړی په دې بندر کې نښته ردوي.

په پوله کې یو موټر چلوونکی له آمو سره په خبرو کې وايي چې طالب مسوولینو تېره ورځ د اسلام کلا په ګمرک کې له هغوی غوښتې وو خپل موټر په ګمرک کې دننه وساتي، خو نن په پوله کې تګ راتګ په عادي توګه روان دی.

څو نور غږیز پیغامونه هم آمو ټلویزیون ته رسېدلي چې موټر چلوونکي په اسلام کلا بندر کې د اندېښنو په اړه وايي. دغه غږیز پیغامونه په دې سیمه کې د نښتې له احتماله وېره او اندېښنه ښيي.

په همدې حال کې د ایراني رسنیو له قوله د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي ویلي چې طالبان باید د خپلو ځواکونو حضور «توجیه کړي» ترڅو بله نښته ونه‌شي.

ښاغلي وحیدي نیمروز کې د طالبانو د سرحدي ځواکونو او ایراني پوله‌ساتونکو ترمنځ وروستۍ نښتې ته په اشارې ویلي وو، چې «موضوع حل شوه او اوس‌مهال د ایران او افغانستان په پوله کې وضعیت ارام او تګ راتګ روان دی.»

اسلام کلا بندر د دواړو هېوادونو لپاره ډېر اقتصادي ارزښت لري. د ایراني توکو او تېلو او ګازو یوه د پام وړ برخه د دغه بندر له لارې افغانستان ته واردېږي.

د ایران سرحدي ځواکونو په تېر یوه نیم کال کې له طالبانو سره څلور ځله نښتې کړې دي. که څه هم دا نښتې لنډې وې، خو د هلمند سیند د حق‌ابې پر سر د طالبانو او ایران دولت چارواکو ترمنځ د لفظي شخړو په زیاتېدو د پولې په دوو لوریو کې اندېښنې زیاتې شوې دي.