افغانستان

د قطر لومړي وزیر کندهار ته په سفر کې له ملاهبت الله سره کتلي وو

Photo: Reuters

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر کندهار ته د سفر پر مهال د طالبانو له مشر ملاهبت الله اخوندزاده سره په پټه کتلي دي.

دا په نږدې دوو کلونو کې له یوه بهرني چارواکي سره د طالبانو د مشر يوه ناڅرګنده ناسته ده.

رویټرز لیکي، په دې ناسته کې د طالبانو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د ترینګلتیا او اختلافاتو د هواري په اړه خبرې وشوې، چې د رویټرز په وینا، د نړیوالې انزوا د ختمولو لپاره د طالبانو لېوالتیا ښيي.

د ښځو پر زده کړو، او کار د بندیز د پای ته رسولو په اړه بحث د دې غونډې بله برخه وه.

د قطر لومړی وزیر په دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو له غونډې لس ورځې وروسته کندهار ته ولاړ او له راستنېد وروسته یې سمدستي د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره په ټیلیفوني اړیکه کې د دغه سفر جزئیات شريک کړل.

اوس رویټرز لیکلي چې د امریکا حکومت د قطر له لومړي وزیر سره د طالبانو د مشر له لیدنې او خبرو په جريان کې و او له طالبانو سره د خبرو د دوام په ګډون د ټولو بحث شويو مسایلو د همغږۍ کولو په حال کې دي.

په حقیقت کې په کندهار کې د طالبانو له مشر سره د مستقيمې اړيکې د ټینګولو او د دغې ډلې د سختو او ځپونکو نظرونو د بدلولو لپاره د نړۍ وروستۍ هڅه بلل کېږي.

له دې ټولو سره سره اوس دا پوښتنه مطرح کېږي چې که دا هڅې بریالۍ نه شي، د طالبانو پر وړاندې به د نړۍ راتلونکي انتخابونه څه وي؟

طالبانو د قطر له لومړي وزیر سره د خپل مشر د لیدنې په اړه څه نه دي ویلي او کندهار ته د قطري لومړي وزیر له سفر وروسته د طالبانو په سیاستونو کې کوم بدلون نه دی راغلی او نه هم په طالبانو کې د نړۍ د غوښتنو د منلو کومه نښه ليدل شوې.