افغانستان

لا هم د کونړ په یو شمېر سېمو کې خلک روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري

د کونړ د پیچ درې ولسوالۍ اړوند دیګل درې اوسېدونکي د نورو ګڼو ستونزو ترڅنګ د روغتیايي خدماتو له نشتوالي شکایت لري.

په دغه دره کې څلور زره کورنۍ ژوند اوسېږي او په مخکیني نظام کې دا سیمه د طالبانو په واک کې وه چې د نا امنۍ له امله پکې رغنیزې پروژې نه دي پلې شوې.

د پیچ درې ولسوالۍ د دیګل درې اوسېدونکی ستانه ګل وايي: «دیګل دره چې د پيچ درې ولسوالۍ اړوند ده کابو څلور زره کورنۍ پکې ژوند کوي دلته خلک روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري دوی ناروغان د اسدآباد ولایتي روغتون ته لېږدوي چې ډېر وختونه پرلاره ساه ورکوي.»

د ځايي اوسېدونکو په وینا د روغتیايي خدماتو د نشتوالي له امله يي ګڼ ناروغان اسداباد ولایتي روغتون ته د لېږدولو پرمهال ژوند له لاسه ورکوي.

دوی زیاتوي، طالبان باید په دغه دره کې رغنیز کارونه وکړي او روغتیایي خدمات ورته برابر کړي.

د دې سیمې یو بل اوسېدونکی صداقت وايي: «په تېر نظام کې حکومت هڅه کوله چې د نړیوالو موسسو پرمټ په دې سېمه کې د بیارغونې چارې پلې کړي خو د جګړو له امله هېڅ یوې موسسې د پروژو پلي کولو ته زړه نه ښه کاوه.»

د کونړ ولایت په ډېری سیمو کې د مخکیني نظام پرمهال د جګړو او ناامنیو له امله هېڅ رغنیز کارونه نه دي شوي او خلک لومړنیو روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري.