افغانستان

د طالبانو دفاع وزارت: جګړه ایرانیو پوځیانو پيل کړه

د طالبانو دفاع وزارت د نیمروز ولایت په کنګ ولسوالۍ کې د طالبانو او ایرانیو پوله ساتو ځواکونو ترمنځ د ننۍ نښتې په غبرګون کې، ایراني پوځیان د نښتو په پيلولو تورنوي او وايي چې په لومړي سر کې ایرانیو ځواکونو ډزې پيل کړې.

د طالبانو دفاع وزارت زیاتوي چې «د سړې جګړې لپاره منفي اقدامات او پلمې جوړول د هېڅ لوري په ګټه نه دي.»

له بلې خوا، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت هم وایي چې د نن ورځې په نښته کې یو ایرانی پوله ساتونکی او یو طالب وژل شوی او یو شمېر نور ټپیان دي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، دا څووم ځل دی چې طالبان او ایراني پوله ساتي ځواکونه د افغانستان او ایران په سرحدي سیمو کې نښته سره کوي.