سویلي آسیا

د پاکستان له زندانونو څخه د ۷۰ تنو افغان بندیانو خوشې کېدل

د پاکستان حکومت د هغو ۷۰ افغانانو د خوشي کولو خبر ورکړ چې په کراچۍ ښار کې بندیان وو.

په پاکستان کې د افغان بندیانو مدافعې وکیلې منيزې کاکړ پرون چهارشنبه د هغو ۷۰ افغانانو د خوشې کېدو خبر ورکړ چې د پاکستان په کراچۍ ښار کې بندیان وو. د هغې په ​​وينا، په خوشې شويو بنديانو کې ماشومان هم شامل دي.

اغلې کاکر چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې تصوير په رسنیو کې خپور شي، امو ته وویل: “په خوشې شویو کې داسې کسان هم شته چې قانوني اسناد یې لرل خو بيا هم د پاکستان د حکومت له خوا نیول شوي وو. همدارنګه دا مهال د سند ایالت په زندانونو کې شاوخوا ۵۰ افغان کډوال بندیان دي. د پاکستان حکومت له خوا د افغان کډوالو نيول لا هم دوام لري. په سند ایالت کې د افغان کډوالو وضعیت ښه نه دی.”

دغه افغان کډوال په پاکستان کې د استوګنې د قانوني اسنادو نه لرلو په تور زنداني شوي وو.

خو په پاکستان کې د پوليسو له لوري د هغو افغان کډوالو د نيولو لړۍ لا هم دوام لري چې له قانوني اسنادو پرته په دې هېواد کې اوسيږي.

په همدې حال کې په کراچۍ کې د طالبانو ادارې قونسلګري وايي چې خوشې شوي بندیان افغانستان ته لېږل شوي دي.

خو هره ورځ سلګونه ځوانان په ناقانونه توګه له پولو ګاونډيو هېوادونو ته اوړي او له افغانستان وځي.

د دغو ځوانانو په وينا، بېکاري او نامعلوم برخليک اړ کړي چې هېواد پرېږدي.