افغانستان

ملګري ملتونه وایي، د طالبانو او د دوی د جنسیتي تبعیض نظام د افغانستان د پرمختګ مخه نیسي

عکس از آرشیف

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو د استثماري او ظالمانه سیاستونو په غندلو سره وايي چې طالبان او د دې ډلې د «جنسیتي اپارتيد» نظام د افغانستان د پرمختګ مخه نیسي.

هغه زیاتوي چې پر افغان ښځو د طالبانو ظلمونه به دا هېواد نور هم بې وزله او وروسته پاتې کړي.

وولکر ترک د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر: «زه به هيڅکله پوه نه شم چې څنګه يو څوک کولی شي په دومره ظالمانه توګه د نجونو او ښځو روحيه پايمال کړي، د هغوی استعدادونه له منځه يوسي او خپل هېواد د ژورې نا هیلۍ او بې وزلۍ خوا ته بوځي.»

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر ټینګار کوي چې د افغانستان د راتلونکي او د دغه هېواد د خلکو د راتلونکي لپاره باید د ښځو پر وړاندې د طالبانو ظالمانه سیاستونه ژر تر ژره لیرې شي.

طالبانو پر افغانستان د بيا واک تر لاسه کولو وروسته له ښځو د زده کړ او کار حقونو په شمول د هغوی ازادۍ ترې واخيستې.

د طالبانو د تګلارو پر ضد د ښځو اعتراض– هغه غږونه چې د طالبانو د اوسنۍ واکمنۍ له پیل راهیسې د افغانستان په څلور لارو کې روان دي.

دا په تخار کې د ښځو تازه لاریون دی.

همدارنګه په کابل کې د افغان ښځو د پیوستون غورځنګ غړو د راټولېدنې پر مهال په یوه پریکړه لیک کې له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو وغوښتل چې طالبان په رسمیت و نه پیژني او پر دې ډلې فشارونه زيات کړي.

دوی د طالبانو له بند څخه د ټولو مدني او رسنیزو فعالانو د خلاصون غوښتونکي دي.

طالبان په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د هېوادونو او بشري حقونو د بنسټونو نيوکې او دریځونه په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼي او تر دې دمه یې ټولې نړيوالې او کورنۍ نيوکې رد کړي دي.