افغانستان

د امریکا د استازو جرګې دوو غړو له افغانستانه د وتلو په اړه «محرمو خبرو اترو» ته لاسرسی پيدا کړ

د امریکا د استازو جرګې دوه لوړ پوړي غړي وتوانېدل چې له افغانستانه د وتلو په اړه «محرمو خبرو اترو» ته لاسرسی ومومي.

د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې مشر مایکل مک کال د سه شنبې په ورځ بالاخره په دې وتوانید چې هغه « محرمانه خبرې » مشاهده کړي چې د ۲۰۲۱ په اګسټ مياشت کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو دمخه په کابل کې د دغه هیواد په سفارت کې د میشتو امریکایي دیپلوماتانو له خوا لیږل شوې وې.

ښاغلي مک کال بیا د دې معلوماتو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره خبرې وکړې.

هغه په يوه بيان کې له اانتوني بلینکن مننه وکړه چې ده او ګریګوري میکس ته یې د خبرو اترو اجازه د مشاهدې اجازه ورکړه، خو ويې ویل د کمیټې ټول غړي باید دې خبرو اترو ته مساوي لاسرسی ولري.

ښاغلي مک کال په دې اړه وویل: “نه شم کولی په دې مکالمه کې د محرمو خبرو په اړه بحث وکړم، زه کولی شم ووایم چې مخالفینو له افغانستان نه وتل سم ويل، حکومت باید غوږ نیولی وای.”

هغه زیاته کړه: “زه د کمیټې د لوړ پوړي غړي میکس او په کمېټه کې زما د جمهوري غوښتونکو او دیموکراتیکو همکارانو سره خبرې کوم په هغه صورت کې چې د بهرنیو چارو وزارت له خوا د دې تلګراف د مشاهدې په اړه فرعي غوښتنه دوام ولري. زه به د خپلو راتلونکو ګامونو په اړه غږیږم.”

 د مک کال له څو میاشتو غوښتنو او ګواښونو وروسته هغه دې خبرو اترو ته لاس رسی وموند، هغه انتوني بلینکن د دغو اسنادو په وړاندې کولو کې پر پاتې راتلو او کانګرس ته پر سپکاوي تورن کړی وو.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت تیره اونۍ مک کال ته خبر ورکړ چې هغه او میکس کولی شي د بهرنیو چارو په وزارت کې دا مکالمه ترلاسه کړي.

دا خبرې د ۲۰۲۱ کال د جولای په نیمایي کې انتوني بلینکن ته استول شوې وې او خبرداری یې ورکړی و چې امریکا ته د تخليې او افغان وګړو د چټکې پروسې او ایستلو په ګډون باید بیړني اقدامات وشي.