افغانستان

رئیسي: په افغانستان کې باید د نجونو لپاره د ټولنیزو او تعلیمي فعالیتونو زمینه برابره شي

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي ویلي چې په افغانستان کې باید د نجونو لپاره د ټولنیزو او تعلیمي فعالیتونو زمینه برابره شي.

ښاغلي رئیسي د اندونیزیا له ولسمشر جوکو ویدودو سره په یوه ګډه خبري غونډه کې په افغانستان کې د یوه ټول ګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ او ویې ویل، په افغانستان کې د یوه ټول ګډونه حکومت د جوړېدو پر اړتیا چې د ټولو قومونو او مذهبونو استازیتوب وکړي او د ټولو وګړو د حقونو د درک لپاره په کې یو ګام هم پورته شي، د دواړو هېوادونو نظريه يوه ده.”

د ایران ولسمشر په بېلابېلو برخو کې د افغان ښځو او نجونو اغېزمن او بریالي حضور ته په اشارې سره وویل: افغان ښځې او نجونې هم د دې وړتیا لري چې خپل هېواد او اسلامي ملت ته وياړونه جوړ کړي او د دوی لپاره باید د زده کړې فرصتونو څخه د ګټې اخیستنې په ګډون د ټولنیزو فعالیتونو امکانات برابر شي.

د ایران ولسمشر په داسې حال کې طالبانو ته په افغانستان کې د ښځو د حقونو په اړه مشوره ورکوي، چې ایراني ښځو له تېر یوه کال راهیسې د خپلو حقونو او مدني آزادیو د ترلاسه کولو لپاره پر پراخو لاریونونو لاس پورې کړی. د ۱۴۰۱ کال وږي په مياشت کې د ایران د امر بالمعروف پولیسو له خوا د مهسا امیني له وژل کېدو وروسته په ټول هېواد کې د لازمي حجاب پر ضد لاریونونه پیل شول. د رسنیو د شمېرو پر بنسټ، له هغه وخت راهیسې د دغو مظاهرو په ترڅ کې سلګونه کسان وژل شوي دي.

د ایران حکومت یو شمېر نور اعتراض کوونکي د رژیم پر ضد د بغاوت په تور اعدام کړي دي.