افغانستان

مولوي عبدالکبیر څوک دی؟

د طالبانو په رهبرۍ کې نوی بدلون – ملا لاړ مولوي راغی.

مولوي عبدالکبیر د طالبانو د مشر ملا هبت الله په امر د ملا حسن اخوند ځایناستی وټاکل شو.

د طالبانو لومړی وزیر – طالبان ورته رييس الوزرا وايي.

مولوي عبدالکبير د طالبانو په اوسني حکومت کې د طالبانو د رياست الوزرا د سياسي مرستيال په توګه خپله دنده پيل کړه او تر دې مهاله په دې څوکۍ پاتې دى.

طالبانو ویلي چې ملا حسن اخند ناروغ دی او له همدې امله به مولوي کبیر په موقتي ډول د رياست الوزرا پر څوکۍ سرپرست وي.

خو مولوي عبدالکبیر څوک دی؟ او د هغه کارونه څه دي؟

مولوي کبیر نږدې ۶۰ کاله عمر لري.

نوموړی د پکتیا ولایت اصلي اوسېدونکی دی، خو په بغلان ولایت کې زېږېدلی.

نوموړی د ځدراڼو له قوم او د سراج الدین حقاني له ټبر څخه دی.

مولوي کبير د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال د لوګر، ننګرهار والي، د ختيځو سيمو مشر او د طالبانو د لومړي وزير اقتصادي مرستيال و.

نوموړی د طالبانو د بنسټ ایښودونکي ملا عمر له نږدې کسانو څخه هم شمېرل کیږي او د ده په وينا له ملا عمر سره یې مخامخ ليدنې هم لرلي دي.

خو په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د رژیم له ړنګېدو وروسته مولوي کبیر پاڅون ته دوام ورکړ او د بهرنیو ځواکونو او افغان حکومت پر ضد يې د طالبانو په جګړه کې په بېلابېلو برخو کې رول ولوباوه. د جګړې لپاره له استخدام نیولې د جګړې مدیریت او د طالبانو د عملیاتو پلانول

مولوي کبیر د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو په لیست کې دی او د هغو ۱۳ طالب مشرانو په ډله کې دی چې هیڅ هیواد ته د سفر اجازه نه لري.

هغه د ملګرو ملتونو لخوا د ترهګریزو بریدونو په پلانولو او د افغانستان او پاکستان په پوله د مخدره توکو له قاچاق وړونکو څخه د مالیاتو په راټولولو تورن دی.

مولوي کبیر د ملګرو ملتونو له خوا په ۱۳۸۶ هجري لمریز کال په بغلان ولایت کې د خونړي ځانمرګي برید د مسوول په توګه پیژندل شوی دی. په هغه برید کې چې د افغانستان د ولسي جرګې د شپږو غړو په ګډون تر سلو ډېر کسان ووژل شول او سلګونه نور ټپیان شول.

د دغې پېښې ډېری قربانیان د ښوونځي زده کوونکي وو.

مولوي کبیر په قطر کې د طالبانو د مرکچي پلاوي غړی و او په همدې نظر د سولې خبرو ته داخل شو.

د طالبانو په اوسني حکومت کې دا بدلون د طالبانو د کورنیو چارو د سرپرست او د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني له وروستۍ نیوکې، کندهار ته د قطر د لومړي وزير او استخباراتو د مشر تر سفر او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي استازي سره د مولوي کبیر له ليدنې لږ وروسته راغی او د پام وړ ګڼل کیږي.