افغانستان

بلینکن: د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل غیرانساني کار دی

د ښوونځیو او پوهنتونونو پرانیستل اوس د افغان نجونو لپاره ترټولو لویه هیله ده.

په داسې حال کې چې د اسلامي هېوادونو او دیني عالمانو په ګډون ټوله نړۍ په افغانستان کې د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستو غوښتنه کوي، خو طالبان له بل لوري له خپلې پرېکړې ډډه نه کوي.

د دې موضوع پروړاندې په ترټولو تازه غبرګون کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستو غوښتنه کړې او د نجونو ښوونځیو او پوهنتونونو تړل د اسلام دین د سپارښتنو خلاف بولي.

انتوني بلینکن ټینګار کړی، چې اسلامي هېوادونو او ټولې اسلامي نړۍ له زده‌کړو د نجونو منع کول یو «غیرانساني» کار بللی دی.

هغه باوري دی: «په ټوله نړۍ کې اسلامي دولتونو د طالبانو د محدودیتونو پروړاندې چې د ښځو پر زده‌کړو یې لګولي دي، غږ پورته کړی او د هغوی دا پرېکړه یې غندلې ده. د اسلامي نړۍ عالمان هم د طالبانو دا کار غیرانساني او د اسلام دین د سپارښتنو خلاف ګڼلي دي او ویلي یې دي، چې قران ښځو او نارینه‌وو ته د زده‌کړو حق ورکړی دی.»

په همدې حال کې؛ دیني عالمان د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل د اسلام له لارښوونو سره په ټکر کې بولي او په دې باور دي چې د طالبانو دا کار د دغې ډلې د مشرانو دودیزې پرېکړې دي او دوی په دې باور دي چې ښځې باید د کور په کارونو بوختې وي.

دیني عالم او د اسلامي نړۍ د علماوو ټولنې غړی فضل الهادی وزین په دې اړه وايي: «د اسلام له نظره هر هغه حق چې نارينه یې لري، ښځې یې هم لري، د بېلګې په توګه د ژوند حق، کار، زده‌کړو، د واده حق، د سفر حق، د اقتصادي او سياسي فعاليتونو حق، په غونډو کې د ګډون حق او له دې ټولو حقونو څنګه چې نارینه برخمن دي، ښځې هم برخمنې دي.»

له بلې خوا د ښځو د حقونو فعالان هڅه کوي چې د افغان نجونو یو نسل هم شاته پاتې نه شي او د دې وضعیت پړه پر نړیواله ټولنه اچوي.

د ښځو حقونو فعالې هدا خموش څرګنده کړه: «دا خیانت او جنایت دی، چې نړیوالې ټولنې دا وضعیت رامنځته کړی او اوس هم د طالبانو ملاتړ کوي.»

د طالبانو د پوهنې وزارت د نجونو لپاره د تعلیمي بنسټونو د تړل کېدو لپاره دوې پلمې کوي: د شريعت پربنسټ د اسانتیاوو برابرول او له افغاني کلتور سره سم د مناسب چاپېريال رامنځته کول.

خو طالبانو د دې معيارونو په اړه څه نه دي ويلي او دا هم څرګنده نه ده، چې ايا طالبان رښتيا هم غواړي د نجونو پرمخ ښوونيزې دروازې پرانیزي که نه؟